کوثره، ستا کوچۍ ملګرې

اناهیتا روهي

818

سپيدې سپين کاغذ په ﻻس کې نيولی و.  سترګې يې له ژړا نه سرې اوښتې وې . نيکه يې همدا ويل : خير دی بچی مه ژاړه ! هغه به بيا راشي. تاسو به بيا لوبې  سره وکړئ . سپيدې يوه يوه سلګۍ وهله او په ژرغوني غږ يې  ويل : هغې ماته ويلي وو ، چې زموږ ځای نه وي مالوم . زه پوهيږم چې  هغوی بيا دلته نه راځي !

د سپرلي موسم و. ټول ځايونه شنه او ښکلې مالوميدل . دسپيدې دوی کورد غره لمنې  ته نږدې  و. دا وخت به ډير کوچيان د لته راتلل او کيږدۍ به يې وهلې .

د دوی کور ډير لوی نه و. خو، يو ښکلی او شين انګړ يې  درلودو. په انګړ کې  ډيرې ونې او ډير بوټي وو. نيکه جان به ټوله ورځ د ګلانو او بوټيو په پالنه بوخت و. سپيده به هم د ونې ﻻندې ناسته وه . او يو يو ټکی سبق به يې  له نيکه څخه زده کولو.

يوه ورځ د حويلۍ دروازه خلاصه پاتې وه . ناڅاپه د کوچيانو د وزو يوه رمه کورته را ننوته . وزې وار له واره د ونو او بوټيو په خوړلو بوختې شوې .

د رمې تر شا يوه نجلۍ کورته را ننوته . اوږده لکړه يې په ﻻس کې وه . د اررررررررې غږ يې وکړ ،په لکړه يې  دوزو په وهلو بريد وکړ خو، وزې يې همداسې د ونو په پاڼو  لګيا وې .

نيکه جان چې وزې د ګلانو او بوټيو په منځ کې وليدې ، له غصې يې په نجلۍ ورچيغه کړه .او خپله په لوڅو پښو  د انګړه خوا ته په منډه شو.

په څو شيبو کې يې ټولې وزې له انګړه وباسلې . نجلۍ ته يې په وچه ژبه وويل ، چې بل ځل دې وزې دلته ووينم ، بيا به زه او ته سره غږيږو.!

سپيده تر ځنډه په کړکۍ کې وﻻړه وه .او د کوچۍ په هکله يې فکر کولو، ورو غوندې يې له نيکه څخه پوښتنه وکړه :

بابا ! دا نجلۍهر وخت په لکړه وزې وهي؟

بابا يې په خندا کې وويل : نه بچی ،هر وخت يې نه وهي . کله کله .

 دوی دا وزې ولې په کور کې نه بندوي؟

بابا بيا په پسته ژبه ورته وويل :

دوی خو کوچيان دي . کوچيان کورونه نه لري . دوی خو هر وخت له يو ځای څخه بل ځای ته کډه کيږي . او هر ځای چې ښه شين وي هلته وزې او نورې رمې پيولو ته پريږدي .

سپيده تر لږ ځنډ وروسته بيا په خبرو شوه ، نو دوی ښوونځی څنګه کوي؟

بابا بيا وويل : بچی ! دوی کوچيان دي! کوچيان  ښوونځيو ته نه ځي  .

څوورځې وروسته سپيده د خپل نيکه سره  د ګرځيدو لپاره بهر وتلې وه . دوی دواړه د کوچيانو د کيږديو خوا ته ور روان وو. ګڼې کيږدۍ ، رمې  او ډير ماشومان  يې وليدل، چې ټول په خاور ، دوړو لړلې وو.  سپيدې له ورايه په هماغه نجلۍ سترګې ولګيدې ، چې د دوی کور ته يې  د وزو رمه راغلې وه .

نجلی سره په ﻻس کې اوږده لکړه وه او وزې يې د غره په لمن کې څريدلې .

سپيده د نجلۍ خوا ته ورغله  . په ځير ځير يې نجلۍ له نظره تيره کړه .ويښتان يې په منځ بيل کړې وو .د ويښتانو دواړه خواوته يې رنګه رنګه سيخکونه ټومبلي   وو .

ﻻسونه او مخ يې لمر وهلي او چاود چاود مالوميدل . په ﻻسونو کې يې دوه غټ غټ پلاستيکي بنګړي وو. کالي يې هم بل ډول اغوستي وو.

سپيدې نجلۍ ته سلام ورکړ او څنګ ته يې کيناستله . غلې شانته يې وويل : ته هره ورځ دلته راځې ؟

 -هو کله زه راځم ، کله مې ورور.

تا نه مشر دی ؟

-او

زموږ خوا ته نږدې داسې څوک نشته چې زه ورسره لوبې وکړم . دا نور ټول غټان دي . ټول ښونځيو ته ځي .

 – ته نه ځې ؟

ځم کال ته ، اوس دلته نږدې ښوونځی نشته . خو بابا مې راسره په کور کې سبق وايي .

– بابا دې څوک دی ؟ هغه سپين ږيری چې هغه ورځ يې  په ما منت وکړو؟

هو . هغه ډير ښه دی ، ستا وزو خو ټول ګلان مات کړل ځکه په غصه و.

څه نوميږې؟

-کوثره ! اې تا نوم څه دی؟

سپيده !

سپيده به هره ورځ د خپل نيکه سره د غرو لمنې ته تله . کوثرې به هم خپلې وزې راوستې . دوی دواړه به تر مازيګر ناوخته پورې په لوبو بوختې وې .

اوس به کوثره د سپيدې دوی کور ته د ونو او بوټيو په پاڼو پسې راتلله  . دواړه به د توت دونې ﻻندې ناستې وې او بابا به دواړو ته سبق ورښودلو. کوثره ډيره تکړه وه . اوهره ورځ به يې نوی نوی ټکی زده کړی و.

اوس نو منی راروان و. د ونو پاڼې مخ په خلاصيدو وې  ، هوا ورو ورو سړيدله .کوثرې ، سپيدې ته وويل :

موږ له دغه ځايه ځو . دا چې بيا دلته څه وخت راځو ، نه پوهيږم   زما سبق خو پاتې کيږي . موږ خو کوچيان يو . ستاسو په شان په يو ځای کې نه اوسو . او زموږ خلک ښوونځيو ته هم نه ځي !

سبا سهار چې سپيده له خوبه راويښه شوه . نيکه يې ورته وويل : سهار وختي کوثره راغلې وه . ته ويده وې . کوثرې ستا لپاره ليک ليکلی دی . ته راشه دا ولوله ، زه دې وګورم ، چې  ته يې لوستلی شې؟

سپيدې کاغذ رواخيستو ټوله پاڼه سپينه وه . يوازې د پاڼې په منځ کې ليکل شوي وو:

کوثره ، ستا کوچۍ ملګرې!! !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.