اميدواره ښځه څه ډول خواړه بايد وخوري؟

1,554

اميدواره ښځه څه ډول خواړه بايد وخوري؟

یوه امېندواره او شیدې ورکوونکې مور باید په ورځ کې ۵ یا ۶ ځله خواړه وخوري، هغه ښځې چې ښه خوراک کوي او د ماشوم ښه ساتنه کوي، ډېر امکان لري چې سالمه امېندواري او روغ ماشوم ولري. په دې مطلب کې هغه سالمې او صحي لارې چې د مور او ماشوم د خوندیتوب او د یوې ښې امېنداوري لپار اړینې دي راغلې دي؛ نو ښه به وي چې ښځې ترې ګټه واخلي، څو د ژوند په هر ډګر کې سالمې پاتې شي.

ښه خواړه وخورئ

۱. ښه خواړه خوړل له مور او ماشوم سره مرسته کوي چې قوي او روغ پاتې شی.
۲. ښه خواړه یانې په پوره اندازه خوراک او بېلابېل خواړه خوړل.

۳. له مور سره مرسته کوي چې د ناروغیو په پر وړاندې مقاومت ولري او سالمې پاتې شي.

۴. د ښځې هډوکي او غاښونه قوي کوي.

۵. ښځې ته د کار کولو ځواک ورکوي.

۶. له ماشوم سره مرسته کوي چې د مور په رحم کې ښه وده وکړي.

۷. له زېږون وروسته د شدیدې وینې بهېدنې مخنیوی کوي.

۸. له مور سره مرسته کوي چې له زېږون وروسته خپله انرژي بېرته ژر پوره کړي.

زیات خواړه وخورئ

امېندواري او شیدې ورکوونکې مېرمنې له عادي حالته ډېرې تغذيې ته اړتیا لري، ډېره غذا مور ته زیاته انرژي او قوت ورکوي، د ماشوم د ودې لپاره ګټوره تمامېږي.

ځينې امېندواري مېرمنې د زړه بدوالی لري او نه غواړي چې خوراک وکړي، خو امېندواري مېرمنې ډېرې غذا او انرژي ته اړتیا لري؛ نو باید په پوره اندازه خوراک وکړي، حتا که هغه ښه احساس هم و نه لري، د ساده خوراکونو خوړل ښايي دې ښځو ته اسانه وي، لکه وریجې، جواري او د تناره ډوډۍ وخوري.

یوه امېندواره مور د نورو ښځو په پرتله ډېره اړتیا لري چې ښه خواړه وخوري، اصلي خوراکونه کاربوهایډرډونه، وده ورکوونکي خواړه پروټینونه، ښایسته کوونکي خواړه منرالونه، وېټامینونه او حرکت «لويوونکي» غوړ او خواږه خواړه، ورسره په ډېره اندازه مایعات وکاروي.

دا پنځه ډوله پروټین او منرالونه هره ورځ وخورئ

امېندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې نسبت له نورو ښځو ډېرې دې پنځو وېټامینونو او منرالونو، ایوډین، وېټامین اې، کلسیم، اوسپينه او فولیک اسیډو ته اړتیا لري؛ نو امېندواره مور باید هڅه وکړي چې په پوره اندازه له دې وېټامینونو او منرالونو ګټه واخلي، ځکه هغه ماشوم چې د مور په رحم کې دی، د ښې ودې لپاره دغو خوړو ته ضرورت لري.

هغه ستونزې چې د ښه خوراک نه کولو په پایله کې منځ ته راځي

د ښو خوړو نه خوړل مور او ماشوم دواړه له ستونزو سره مخ کوي، د ښه خوراک د نه کولو له امله ښځې د ستړیا، کمزوري، د میکروبونو پر وړاندې ضعیفوالی او په نورو جدي روغتیایي ستونزو اخته کېږي، خراب غذایي رژیم د امېندواري په وخت کې خطرناک کېدای شي، دا د دې سبب ګرځي چې مور ناګهانه نقصان وکړي یا هم کم‌وزنه او بې‌تناسبه ماشوم وزېږوي. تر ډېره د مور د مړينې سبب هم ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.