روژتۍ لنډۍ – نهمه برخه

آصف بهاند

1,009

ستا فرمایش و، ما پوره کړ

گنې روژه کې اوبه چا چیکلي دینه

 

د روژې هسې نوم یادېږي

د دوی عادت دی هره ورځ کشکړپ کوینه

 

ته چې بیا، بیا مخې ته راغلې

اوس زه مشکوک شوم د روژې په ثوابونه

 

 

د روژتیو لنډیو د دې برخې له پاره مې دا نوې لنډۍ غوره کړې دي:

روژه د خدای له ډاره نیسم

د پيشړمي دوعا کې ستا نوم یادومه

ستا فرمایش و، ما پوره کړ

گنې روژه کې اوبه چا چیکلي دینه

سمه روژه کې دې خراب کړم

چې دې پلو له مخه واخیست، مړ دې کړمه

د روژې هسې نوم یادېږي

د دوی عادت دی هره ورځ کشکړپ کوینه

د جانان دې ظلم ته گوره

یوخوا روژه یم، بلخوا دا په مخ راځینه

لږ مراعات دې ورسره وي

د روژې څو ورځې دي پاتې بیا به ځینه

اوس له هر خوا نه پړي کش دي

یو خوا روژه بل خوا دا نوې څو قانونه

هر څه چې وي، دا  به هم تېر شي

روژه خو ځي، ما ژوړوي ستا عادتونه

ما خو څه خط درکړی نه دی

چې په روژه کې به دې هم سلام کومه

ما د روژې ویلي نه وو

ما په بوزه کې د وعدې ویلي ونه

جانانه لږ نور صبر وکړه

چې د روژې ورځې پوره شوې بیا درځمه

ته چې بیا، بیا مخې ته راغلې

اوس زه مشکوک شوم د روژې په ثوابونه

ما درته وې نه دې منله

بیا ځلي راغلې د روژې ثواب مې ځینه

ثواب په صبر گټل کېږي

روژې بې صبره کړم چې تښتي ثوابونه

غاړه غړۍ په روژه نه شي

غاړه غړۍ به په اختر کې بیا کوونه

په روژتیو زیری وکړئ

وخت رانږدې دی اوس به واوري اذانونه

بیا به روژه کې څه ونخورم

چې مې په یاد وي د طالب دُرې بندونه

په خوشالۍ راځه جانانه

روژه شوه خلاصه او ازاد شول دیدنونه

خندا له خولې نه مروره

یو خوا روژه ده بل خوا نه شته دي کارونه

روژه به لاړه شي جانانه

ستا د جفا داغونه زړه کې گرځومه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.