ډاکټر عبدالله د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په لومړي ځل له افغانستانه بهر ولاړ

473

ډاکټر عبدالله د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په لومړي ځل له افغانستانه بهر ولاړ

د افغانستان د ملي روغې جوړې پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جهموریت له پرځېدو وروسته په لومړي ځل له دغه هېواده بهر په سفر وتلی دی.

ښاغلي عبدالله ته نژدې سرچینو مونږ ته ویلي چې نوموړی نوي ډیلي ته روان شوی دی.

د عبدالله عبدالله کورنۍ له ډېرو کلونو راهېسې په ډیلي کې اوسېږي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مخکیني مشر فضل الهادي مسلمیار چې هوايي ډګر پورې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره مل و، بي بي سي پښتو ته وویل ښاغلی عبدالله به په یوه میاشت کې بیرته افغانستان ته ستون شي. نوموړی وايي، ډاکټر عبدالله د خپلې کورنۍ د لېدو لپاره هند ته روان شوی دی.

له تېرو څه باندې اتو میاشتو راهیسې ډاکټر عبدالله عبدالله له رسنیو سره خبرې هم نه دي کړي او ولایتونو ته هم په سفر نه دی تللی.

پخوا داسې رپوټونه وو چې عبدالله عبدالله او مخکیني ولسمشر حامد کرزي ته “له هېواده بهر” د سفر اجازه نه ورکول کېږي. طالبانو دغه ډول رپوټونه رد کړي وو.

حامد کرزي هم له رسنیو سره په خبرو کې منلې وه چې دوو بهرنیو سفرونو ته بللی شوی و خو وايي د تللو فرصت ورته برابر نه کړل شو.

ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل ټوېټر پاڼه خلکو ته د اختر مبارکي ویلې او لیکلي يې دي “د شخصي سفر له امله به څو ورځې له وطنه بهر یم.”

ښاغلي عبدالله د ټوېټر په څو پيغامونه کې پر سیاسي مشارکت، ملي یوالي، یو بل منلو او اجتماعي عدالت ټینګار کړی او وايي”د همدې ارزښتونو په پام کې نېولو سره هڅه کوي په افغانستان کې د خلکو لپاره ښیرازۍ ته کار وکړي.”

نوموړي دا رنګه لیکلي: “د کورنۍ جګړې مخنیوی د ټولګډونه حکومت د جوړېدو له پرېکړې سره تړلی دی.”

له ښاغلي عبدالله مخکې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم دوبۍ ته په سفر تللی و او له څو ورځو سفر وروسته بېرته وطن ته ستون شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.