آیا ماشومان مو ویریږي؟

نېک محمد همدرد

972

که چېرې تاسې خپل ماشومان داسې ليدل غواړئ ،چي کله لوي شي څه کول غواړي جرات يي ولري،همدارنګه دوي خپلو اولادو ته همدا احساس ور کولای شي،په دي طريقه به مو خپلو نسلو ته يوه لويه ډالۍ ورکړې وي،په دنيا کي هر څوک پر يوه نه يوه ويره اخته وي ،د حيرانتيا خبره داده چې اکثره خلک د حقيقي ويري پر ځای پر فرضي ويرو اخته وي،له دي هم حيرانوونکې خبره داده چې ،سړي چې څومره لوييږي د ده د ويري فهرست کي زياتوالي راځي ،يعني څومره چې عمر کم وي ويره هم کمه وي ،د ماشوم له پيدا کيدو سره په ماشوم کې دوه ډوله ويري ليدل کيږي ،

1..له لوړ ځای د لويدلو ويره

2..له لوړ غږ ويره

دا دواړه ويري الله ج د دي لپاره ورکړي ،چي د انسان د بقا لپاره ضروري دي ،ماشوم چې کله په غيږ کي واخيستل شي او د اچولو هڅه يي وشي ،په دغه وخت کې که هر څومره کوچني ماشوم هم وي ستاسې جامي ټينګي نيسي ،څو ونه لويږي په همدي ډول که له ماشوم سره نږدي په لوړ اواز غږ وشي ،هغه يو دم ويريږي او کيداي شي وژاړي،

له دغه دوو ويرو پرته نوري ټولي ويري ماشوم ته له محيط ورکول کيږي چي د مور او پلار ،ښوونکو،خپلوانو ،او نورو لخوا جوړيږي،

په عمومي ډول په ماشومانو کي د ويري لوي لامل دا دي چې ،په ماشومتوب کي يي په بلاوو،پيريانو او نورو وهمجنو ويروو،ځيني ميندي او پلرونه ماشومان پر پوليسو او بدمعاشانو هم ويروي،څو دوي خپل کار ته ځيني خلاص شي،د ماشومتوب دا ويره ماشوم پر شخصيت پوره تاثير لري او ټول عمر دا ويره له ده سره وي،دا خبره بايد له ياد ونه ايستل شي ،چي په ماشوم کي غير ضروري ويره د ده روحيات تباه کوي،

عاقل هغه دي ،چا چي د  خلکو له ويري نه بلکې د خدای ج له ويري له ګناه کولو وشرميده او د خدای ج عبادت د زړه له کومي وکړي،

موږ بايد له الله تعالی اميد ولرو ،ځکه الله تعالی ښه مرسته کونکي دي ماشومانو پر دي خبره د پوهولو لپاره بايد عملي مثالونه ورکړل شي ،د دوي په زړه کي يوازي له الله ,(ج)ويره پيدا کړئ،په دي طريقه به يي ټولي ويري ختمي شي ،ماشوم هيڅکله مه مسخره کوئ،او د بزدل يا ډارن لقبونه مه ورکوئ،په دي طريقه د ماشوم د ځان په هکله تصور خرابيږي او ټول ژوند په ويره او ډار کي تيروي،ماشوم په هغه کارو باندي مه مصروفوئ،چي له کومو ويريدلي وي،ځکه په داسې کولو سره پر ماشوم فشار راځي او د ده ويره همداسي پاته کيږي،

ماشومان پر ويره پټولو مه مجبوروئ ،که تاسې د ويريدلي ماشوم ويره مسخره کړئ،نو هغه خپله ويره پټوي،د ويري په پټولو سره ويره هيڅکله نه ختميږي ،د ويري پټول يوه نا معقوله طريقه ده

د ماشوم د زړوريدو لپاره بي صبري مه کوئ،د هر شي يو وخت وي ځيني ويري د وخت له تيريدو سره له مينځه ځي ،مثلا له توري شپي ويره په ماشومتوب کې وي،مګر د وخت له تيريدو سره کميږي او وروسته دا ويره بيخي ختمه شي ،

په ياد ولرئ ! ماشوم هغه وخت ډيري مرستي ته اړتيا لري ،کله چې هغه ويريدلي يا ناکام شوي وي،له ويري د خلاصون لپاره هيڅکله ماشوم يوازي مه پريږدئ ،د هغه ملګرتيا وکړئ،او درد ته يي دارو شئ،

ماشومانو ته د داسې خلکو کيسې وکړئ،چي پر ويره او ناکامې برلاسي شوي او لوي نوم يي ګټلي وي،په دي طريقه ماشومان پر دي باوري کيږي ،چي ويره او ناکامې داسې کوم شي نه دي چې پر هغه دي څوک برلاسي کيداي نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.