!هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي

1,278

په دې ليکنه کې به د انګلېسي ادب ځلانده ستوري توماس اليوت (T.S Eliot) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.

 

“د ژوند تېرېدلو ماته دا رازده کړل: انسانان معمولا هغه څه له لاسه ورکوي، چې د هغوی له درلودلو ډاډمن وي.”

آيا عجيبه نه ده، چې انسان پخپل ژوند کې هغه څه له لاسه ورکړي، د کومو له شتونه چې ډاډه وي؟ هو عجيبه ده! خو په دې کې موږ ته يو لوی درس هم پروت دی. لومړی خو ددې لامل بايد پوه شو، چې ولې بايد انسان هغه څه له لاسه ورکړي، چې له موجوديت يې ډاډه وي. ځکه چې انسان د هغو څو پر وړاندې ډېر بې غوره وي، چې لري يې. مثلا اکثره انسانان د خپلو سترګو، غاښونو او د بدن د نورو غړو صحت ته پام نه کوي، په دې توګه د وخت په تېرېدو سره له لاسه ورکوي. موخه دا ده، چې انسان د هغو څيزونو پر وړاندې ډېر بې غوره وي، چې لري يې.

له دې موخه دا ده، چې خپله زياته توجه هغه څيزونو ته کړئ، کوم چې همدا اوس يې لرئ بايد ويې پالئ او مينه ورکړئ. په دې کې ستاسو بدن، کورنۍ، ملګري او نور ګڼ خلک شاملېدای شي.

 

“انسان ډېر رښتيا نه شي زغملی.”

څه فکر کوئ، له دې جملې موخه دا ده، چې رښتيا و نه وايو؟

نا! هېڅکله هم نا. تاسو بايد هڅه وکړئ، چې رښتيا ووايئ خو هغه رښتيا چې تېر شوي او تاسو ځوروي، تېر شې ترې، ډېر فکر پرې مه کوئ. ممکن تاسو په ژوند کې ځينې ترخې خاطرې درلودلې وي. دا يو حقیقت دی. نو که په اړه يې بار بار فکر کوئ، زغم مو ختمېږي او حتما مو ذهني سکون له منځه وړي.

بل مهم درس په کې دا دی، چې تل رښتيا د رښتيا په بڼه مه وايئ. کوښښ وکړئ، که پر چا انتقاد هم لرئ، د ټوکو، نصيحت او مينې په انداز ووايئ. که ډېر واضح او انتقادي وغږېږئ ممکن ملګری مو درڅخه خفه شي. نو په دې برخه کې هم بايد ډېره توجه وکړئ.

 

“ټول دنيا ته رښتيني راځي، خو ټول له دنيا رښتنيني نه ځي.”

دا يو حقیقت دی. انسانان نړۍ پاک، معصوم، سپېڅلي او رښتيني راځي. مګر دېر کم خلک بېرته همداسې ځي. په نړۍ کې شته خواهشات، موخې، خوندونه او ځينې نور عوامل ددې سبب کېږي چې انسان بې لاری شي. خپله رښتينولي او سپېڅلتيا له لاسه ورکړي.

وايي کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې. نجلۍ سره يوه اندازه خواږه او هلک سره توشلې وې. هلک وويل زه به مې ټولې توشلې درته درکړم او ته ټول خواږه ماته راکړه. نجلۍ ومنله. هلک يوه غټه توشله پټه کړه. نور يې نجلۍ ته ورکړل. خو نجلۍ په ژمنه وفا وکړه. ټول خواږه يې هلک ته ورکړل. نجلۍ ټوله شپه توشلې په خوب کې ليدل، خو هلک هېڅ خوب ونکړ. فکر يې کاوه، چې نجلۍ به حتما څه خواږه به ترې پټ کړي وي.

دلته موخه دا ده، چې سکون د صادقو خلکو په برخه دی. هڅه وکړئ، تل صادق اوسئ او ددې او هغې نړۍ بريا مو تضمين کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.