تالبانې اختر ولئ مسخره ده! ولئ د سعودی سره اختر؟

تاج الدین ملتمل

823

که رښتیا ووایم پخوا به هم ډیر افغانان وختې اختر ته خوشحالیدل، ځکه یوه روژه به پری کمیده، خو د دی سره سره بیا هم همیشه اختر د سعودی عربستان د اعلان سره سم کیده. ولئ سعودی عربستان؟
په دری منطقی دلایلو موږ او د نړۍ ټولو مسلمانانو ( د پکانو ( انګلستانیان پاکستانیانو ته پکان وایی) او هغه هم یوازی پنجابی پکانو نه بغیر) د سعودی سره اختر کاوه:
۱- په سعودی عرب کی نسبت نورو ملکونو ته شپه د وخته راځې نو د سپوږمې لیدل پکی ممکن دي.
۲- سعودی یو همواره ځمکه ده زیات غرونه نه لری او نه هم دومره زیات دود او غبار لری چې اسمان تیاره کړی، نو د سپوږمې لیدل پکې اسان دي.
۳- دریم دلیل یی ممکن داوی چې سعودی د اسلام له نظره د پیغمبر (ص) د زیږیدو او مړینی ، قبر او مکی مکرمی ځای دی چې د نړۍ ډیر مسلمانان هغې ته نه یوازی دا چې په درنښت ګوري، بلکې دا د ټولو مسلمانانو د توحید او پیژندګلوی ځای هم دی.
دا چې تالبان ولئ زموږ اختر د نوری نړۍ نه رابیلوی سبب یی دا ندی چې ګوندی دوي یا ډیر ښه عالمان او یا ښه مسلمانان دي. اصلې خبره دا ده چې دوي ته دستور د Afghanistan Control Center(ACC) له خوا ورکول کیږی. ( دا ACC په اسلام اباد کې یوه نوی جوړه شوی ډیره لویه اداره ده چی د ۲۰۰۰ نه زیات د ای اس ای زاړه او نوې مامورین پکی کار کوي او هلته د افغانستان د هر ولایت، وزارت او حتا ټولو ریاستونو لپاره کسان مشخصا ګمارل شوي او روزمره دوي ته اوامر او لارښودونه ورکوي)
دا د اختر مسله نه اوله ده او نه اخره. که زما په څیر دقیق ور ته متوجه شوی یاست، تالبان هر هفته یوه داسی نوی ډرامه را اوباسی چې موږ ساده افغانان پری مصروف او یو د یوه او بل په دګلو اخته کړي او پکان خپلي اساسې موخي پر مخ بوځي. د مړو او لا درکه امیر المونین، وزیرانو ، مخ پټو وزیرانو او د بی سواده صدراعظم په موږ راتپل، د ای اس ای د مشرانو ازادی منډي را منډي، د غیر قانونې پاکستانې سفیر له خوا د دولت مهم داخلې جلسو رهبری کول، د بیرغ مسله، د پاکستان د عسکرو سره دسیسوي ساختګې جنګونه، پاکستان ته د سلاو، اسرارو، او ملې شتمنیو انتقال، د پاکستان له خوا حملي او خاوری اشغالول، پوهنتونونه بندول او خلاصول او استادانو او محصلینو ته د وزیر له خوا د ښکنځلو کول، د ږیری موضوع، د ملې سرود موضوع، د نوی کال د لمانځلو بندیز، د موسیقې د وسایلو ماتول، د خلکو د کورونو نه سلاح ټول( د خلکو د بی سلاح کولو او پاکستان ته د دی بیقید او شرطه سلاح د وړلو د مخنیوی په خاطر) د ځنو قوماندانانو د کورونو نه سلاحګانې راویستل، تر څو خلک د خپل کورونو تالاشی هم یو نیک کار وبولې) د افغانستان جنتری بدلول، دګیرو پریښودل او د جبری لمونځ کولو مسله، تاجکستان او ایران ته اخطارونه، د ایران سره د جنګ زمیني برابرول، په ترکمنستان د توغندیو ویشتل، دا او داسی نور ټولي هغه لوبي دی چی د یوی خوا زموږ افغانې غرور او وطنپالنه لا څه چې انسانې بودن مو تر سوال لاندی راولې، او زموږ راتلونکې نسل د هر نوعه وطن پالنې او افغانې غرور نه بی برخی کړي.
ای افغانانو!
د خدای لپاره نور مه ځانونه غولوي او نه دا ملت. یوازی د فیسبوک له لاری د تالبانو د نلرواو او بیرتمیزه کړنوو غندنه ، چی دوهمه ورځ مو هغه مسله د بلی نوی مسلې له کبله د یاده اوباسی، د حل لاره نه ده. هو جنګ هم نه د حل لاره ده او نه یی موږ شرایط لرو. دا یو ځل بیا د یوه باتجربه پاک ملې مبارز په توګه تاسو ته وایم چې زموږ د خلاصون او هغه هم ممکن څو کاله پس وي، یوازینې لار دا ده چې موږ زر تر زره په سیاسی لحاظ منسجم شو او د یوه نوی ، پاک او واقعا ملي، مترقي حزب په چوکاټ کی داسی منظم شو چې تالب ته په مدنې او سولیزه توګه د یوه قوی چیلنج په ورکولو سره مخ ته ودریږو. د دی نه په بله هر لار مصروفیدل د ځان او دی ملت غولونه ده.
موږ « د افغانستان مثبت بدلون نهضت ( امن) دهمدغه ملې ارمان ته د رسیدو په اړوند یوه داسی علمي، منطقي او عملي طرحه وړاندی کړی ده چې که هر افغان با مسولیته مبارزه کوی، دا طرحه مو د چیلنج په توګه وړاندی کړی ده، چی یی یا اصلاح او تکیل یا یی د بدیل په ښوولو رد کړی . تر اوسه د سلګونو افغانې علماو او سیاسینو سره مو شریکه کړی، نه دا چې هیچا رد کړی نده، بلکې زیاتو یی تاید هم کړی دی. تاسو ته هم بلنه در کوو چې زموږ دا طرحه په لاندی لینک کې په غور ولولوئ.
راځئ چې نور د هغی خبری « ما ویل پریږده چې نور څه کوی» د قیصی غوندی ځانونه په ټګی و نه وهو. خپل مسولیتونه و پیژنو او عملی یی کړو. یوازی فیس بوکې غندل، مشورتی مقالی ، شعرونه ، خیراوی، کنځلی او دوعاوی د بی مسولیتې نښه ده، نه د وطن پالنې ثبوت.
هیوادوالو! ځانونه به نه غولوو. زموږ وطن عملا د پنحاب له خوا اشغال دی. د دی اشغال نه خلاصیدل هم خورا سخت او د پوره سوچ کار دی. نو موږ باید همدا اوس لاس په کار شوو ترڅو دا حشري لا زیاتې ریښي و نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.