اختریزې لنډۍ – ۴مه برخه

آصف بهاند

751

 

همدا اوس لوړ چنار ته خیژم

میاشت به څارم اختر به نن که سبا وینه

 

د اختر په مناسبت د راټولو کړو لنډیو په دې برخه کې بیا هم په اختر پورې اړوند څو نوې لنډۍ:

 

لستوڼي بډوهئ گډېـږي

د غريبانو اختر کله ـ کله وينه

 

اختر خو راغی، خوښي نه شته

خلک اوښلنې سترگې ښکته پورته ځینه

 

خلک اختر ته خوشحالېـږي

زموږه کلي کې ژړا واویلا وینه

 

اختر دې نه راځي دې خوا ته

زموږ مالت کې ورنه نه شته دي ځایونه

 

راغی اختر خو خوښي نه شته

زموږه ټول عمر رنځونه دي ویرونه

 

جوړوای نه شم ځان اختر ته

له هرې خوا نه راروان ستونزې ویرونه

 

زه به مې څنگه زړه خوشحال کړم

چې د اختر په نامه هېڅ شی نه لرمه

 

اختر ته هېڅ نه خوشالېږم

چې خوښي نه شته لوږه ویر دی ماتمونه

 

ورځ د اختر ده څوک رانغلل

د غریبانو کره کله څوک ورځینه

 

اختر کې بیا د ژړا غږ شو

انتحاریانو بیا قتلونه کړي دینه

 

څوک به یې ورسوي خدای ته

چې په اختر کې مو ارام ته نه پرېږدینه

 

خلک دي وږي خوښي نه شته

خدای دې په داسې اختر اور ولگوینه

 

اختر به څه کړو داسې حال کې

یا خلک وږي یا ناروغ لري رنځونه

 

شکایت چا ته وکړو خدایه

بله لار نه شته ژر به ځان زندۍ کوونه

 

اختر سرزوری راروان دی

ورته حیران دي ویر لړلي مالتونه

 

یارانو دا څنگه اختر دی

چې بې حسابه دي ویرونه او قبرونه

 

د اختر تگ راتگ نه غواړم

څو چې ویرونه وي اختر خوند نه کوینه

 

مرگ او ویرونه مو میلمه دي

بل وخت خو پرېږده، په اختر کې هم ویرونه

 

اختر په خوښو زړونو کېـږي

موږه غمجن یو، موږ کې نه شته اخترونه

 

همدا اوس لوړ چنار ته خیژم

میاشت به څارم اختر به نن که سبا وینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.