په افغانستان کې د سپین یرغل بریا او

داکتر تاج الدین ملت مل 

871

په افغانستان کې د سپین یرغل بریا او په وړاندی یی د ملې مترقی قوتونو د مبارزی لاري

د جنوری ۳، ۲۰۲۲

د نورو افغانانو په څیرد افغانستان ملې مترقی قوتونو هم د افغانستان د نجات په لاره کی خپل مسؤلیتونه نه په سمه توګه درک او نه یی هم پدی برخه کی کوم معقول او اغیزمن کار تر سره کړی دی، نو د دی لیکنی دقیق لوستل تر بل هر چا زیات دوي ته اړین دی.

اوس چې په افغانستان کی هغه سپین یرغل ( د اسلام تر نامه لاندی د اسلام نه به غلطه ګټه اخستنه ولاړ یرغل) چې د تیرو ۵۳ کالو راهیسی زموږ دوو نا مسالمانو اسلامې ؟ همسایه هیوادونو (پاکستان او ایران) له خواو پر مخ وړل کیده، چې خپله شیطانې توطه یی کله د روس د یرغل لاندی او بیا یی د امریکې د یرغل لاندی پرمخ بوله ، پوره بریا ته ورسیده او په ډیره بی حیایی سره یی د افغانستان جمهوری دولت حتا د تالبانو تر منځ هم تر ټولو زیاتې وطن پلورونکې ډلي (د حقانې ډلي) ته وسپاره.  افغانان باید پدی پوه وي او دا ومنې چې دا سپین یرغل د روس او امریکې تر یرغلونو زیات ژور، پراخه، اوږدمهال او خطرناک یرغل دی.  دا ځکه چې د نورو یرغلونو خلاف چې د اسلام مقدس دین د هغویرغلونو په وړاندی همیشه د یوه قدرتمند سنګر په توګه استعمال شوی دی، خو متآسفانه سپین یرغل بیا دغه سنګر زموږ نه نه دا چې اخستې بلکه تر ډیره حده یی دا سنګر زموږ د ملت په ضد او د خپل یرغل په پلوی کی راوستی دی. د نورو یرغلونو په وړاندی زموږ دوهم اغیزمن سنګر افغانیت، پښنولې او زموږ د ټولنې اجتماعې ساختار وه چې هر قوم ، قبیلې او قریی ځانته داسی با دیانته او مخلص مشران درلودل چې د هغوي په یوه ناره ملت را پورته کیده او د اشغال په وړاندی تر بریا جنګیدل.  خو متاسفانه دغه شیطانی یرغل بیا د تیرو ۵۳ کالو راهیسی زموږ هغه اجتماعی ساختارونه هم دومره ضعیفه او له منځه وړی دي چې اوس د دوي په وړاندی دوي ته خپل هغه ارزښتونه بی ارزښته شوی دي، او ولسونه یی داسی د یوه بل په وړاندي را پارولې دي چې دغه سنګر هم تر ډیره حده نړیدلی او د دوي په لاس کی لویدلي دی.

نو تالب اوس یو نا منل شوی اما جدی واقیعیت په توګه مطرح دی.  د دوي په وړاندی ملې مترقی قوتونه  لاندی څلور انتخابونه لري:

یو چې د تالب په وړاندی وسله واله مبارزه وکړی. دوم –  د تالب سره همکاری وکړی او د داخل نه یی په ضد سیاسی کار وکړی. دریم – فعلآ چوپ پاته کیدل او د حالاتو انتظار څلورم – د تالب په وړاندی سیاسی مبارزه وکړی  او تالب په سیاسی لحاظ خلع سلا اوله صحنې لری کړی. دلته دا څلور واړه انتخابونه ارزوو.

اول— د تالب په وړاندی وسله واله مبارزه:  د تالب په وړاندی وسله واله مبارزه شپږ بنیادی ستونزي لري.  ۱-  دا یو معقول سیاسی لاره نده. ۲- . د جنګ نه ملت ستومانه دی او نور جنګ نه غواړی. ۳ –  ملی مترقی قواوی وسله نه لری او د بل هر مملکت نه وسله اخستل د دوي استقلالیت تر سوال لاندی راولي. ۴-  موږ د جنګ عقبه نه لرو. ۵ –  په تاریخی لحاظ هرهغه نظام چې د توپک په زور راغلي بیا د یوه بل توپک له لاری نسکور شوی دی، نو پدی توګه جنګ بیا هم ادامه پیداکوی.  ۶ –  د نظامی مقابلی سنګر هم د شمال ټلوالې او د داعش له خوا نیول شوی دی، نو په نظامی مقابله کی به ملې مترقی قوتونه نه یوازی دا چې د تالب په وړاندی بلکه باید د دغو دوو نورو مخالفینتو په وړاندی چې د منطقوی او نړیوال پلويانو لرونکي هم دي هم مقابله وکړی.  چې د دی له امله دا چانس هم دومره روښانه او عملې نه بریښي.

دوم  –  د تالب سره همکاری او د داخل نه یی اصلاحات راوستل:  تر هغه ځایه چې د تالب د کرکټر او د هغه د لارښودو د پالیسیو نه معلومیږی، نو د یوی خوا تالبان په خپلو صفونو کی دغه کار ته اجازه نه ورکوي، د بلی خوا د دوی استخباراتی برخه مستقیمآ د ای اس ای له لاری تمویلیږی.  نو د دی ډیر امکان شته چې ملې مترقی قوتونه پدی لاره کی نه یوازی دا چې بریا و نه لری بلکې په ډیره پراخه پیمانه و ځپل شی.  باید په یاد ولرو چې دا ځل تالبان یوازی د یوی ستراتیژی لپآره راوړل شوی دي، او هغه پدغه هیواد کی د ملې مترقی قوتونو او هر هغه ملی شخصیتونو چې دا ملت پری راټولیدای شی له مڼځ وړل دي. نو پدی توګه به د دغه لاری دوي دومره ګټه وانخلي لکه څومره چې تالبان او د هغوي پلویان یی د خپل بقا او ستراتیژیکو اهدافو لپاره استعمال او محوه کولای شی.

دریم –  ملې مترقی قواوی چپ پاته شی، او د حالاتو انتظار وکړي.  پدی صورت کی دوه امکانه شته.  یو دا چې تالب د یو لړ سرسری تغیراتو په راوړلو سره د نړیوالو سره تفاهم کوی، او تدریجا خپل نفوذ تقویه کوی چې بیا یی په وړاندی مبارزه نا ممکنه ګرځي. بل حالت دا دی چې یا یی شمال ټلواله مجبوروی او یا یی نړیواله ټولنه مجبوروی چې د هماغو پخوانې جګړه مارانو ، قاتلینو اوغاصبینو نه په ګډه یو حکومت جوړ کړی، چې دا کار هم د ملت په ضرر او هم د مترقی قوتونو په وړاندی سخت خنډونه را پیدا کوي، چې په نتیجه کی به یی نه یوازی دا چې ملې مترقې قوتونه په تاریخې لحاظ محکوم شی بلکه د راتلونکو  ملې مترقی ځوانانو او افکارو په وړاندی له هم سخت خنډونه را منځ ته کړي.

څلورم –  نو ملې مترقی قوتونو ته یوازینی دا لار پاتې ده چې زر تر زره په سیاسی لحاظ منسجم، متحد او داسی یو سیاسی قوت باندی بدل شی چې هم د خپل غړو ساتنه وکړای شی او هم تالبان او نور ارتجاعې قوتونه د یوه ستر سیاسی چیلنج سره مخ او په مدنې طریقه یی له صحنې نه د ابد لپاره لری کړی. چې ده ته سیاسی بریا وایی او د هیواد د تل پاتې ازادی، سولې امنیت او پرمختګ ضمانت کولای شی.

خو په سیاسی مبارزه کی هم دوي ته دوه مختلف انتخابه وجود لري. یوه د یوی جبهی، او بل د یوه توانمند ملې مترقی حزب جوړول دي. جبهیي پروګرا م ممکن زر جوړ او زیات پراخه شی اما د دی امله چې جبهه یو ضعیف او سست تشکیلاتی ساختار دی چې هلته سیاسی دسپلین نه شی تطبیق کیدای، نو د یوی خوا یی اغیز کم او د بلی خوا د استخباراتې شبکو ښکار کیږی او نپه تیجه کې یی نه یوازی دا چې هدف نه تر لاسه کیږی بلکه د جبهې غړي تر پخوا هم لا زیات یو د بل دښمن ګرځي، چې پدی اړه یی زیات مثالونه وجود لري.  او که احیانآ د یوی جبهی له لاری حکومت هم ونیول شی بو بیا د جبهې د غړو تر منځ په سیاسی اقتدار دومره جنګ او جنجالونه رامنځ ته کیږی، چې کله هم دوي د سیاسی ثبات زمینه نشی برابرولای.  دوهم انتخاب دا دی چې د یوی مؤقتې مرحلې لپاره ټول ملې مترقی قوتونه خپل نظریاتې مبارزه شا ته پریږدی او د یوی ملې مبارزی له لاری په ګډه دغه نظام تعدیل کړی او بیا د دیموکراسی په رڼا کی خپلو اړونده نظریاتو ته تظریاتی مبارزه وکړی.  البته د دغه کار لپاره د چپ او راست قوتونو نه یو یی هم نشی کولای چې منځګړی رول ادا کړی او نور خلک پرځان را تول کړای شی. اما ملې مترقی قوتونه کولای شی چې د ټولو مترقی قوتونو د راټولو او انسجام یوه اغیزمنه وسیله شی. چې موږ پدی برخه کی یو څه ښه تجارب هم لرو.

نو ښه به داوی چې ټول ملې مترقی قوتونه واقیعیتونه قبول کړي، او تر دی زیات په هماغو ناکامو ځانځانې لارو د ټینګار پر ځای د واقیعیتونو په رڼا کی د پاکو او ژمنو ملې مترقی قوتونو په مشرتابه او منځګړیتوب داسی یو توانمند حزب را منځ ته کړي چې په تمامه معنا ملې مترقي، په دیموکراسی او سیاسی پلورالیزم باورمند وی. د داسی یو حزب لپآره هلې ځلي باید تر یوه وخته په هیواد کی دننه د مخفی مبارزی او د هیواد نه بهر د علنې مبارزی له لاری پر مخ ویوړل شی.  نو داسی یو توانمند او اغیزمن ملې جزب کولای شی چې تالب او د هغه نظام د سولیزی لاری چیلنج او د هغوي د ناکامیدو او تیښتې وسیله شی.  نو پدی ترتیب به تالب پداسی یوه لاره له صحنې وویستل شی چې هم به ملت ته د منلو وړ او هم به نړیوالو ته د اطمینان وړ وی.  البته د یوشمیر په سیاست او حزب د باور نه لرونکو ملې شخصیتونو لپاره دی یو بل جبهوي پروګرام باندی هم کار وشی چې د دوی دغه ساختار په داخل او خارج کی صرف د یوه فشار د وسیلي له لاری تالب د مدنې او اجتماعې پرنسیپونو په اساس کم اغیزمن او تجرید او په عامه کچه د یوی دیموکراتیکې ټولنې ته عامه ذهنیتونه لا مساعد کړی.

د افغانستان مثبت بدلونهضت (امن)  د همدغو اصولو په چوکاټ کی منځ ته راغلي او خپله سیاسی مبارزه یی په جدی توګه شروع کړی ده.  موږ پدی اړه په افغانستان کی د یوه ملې مترقی نظام ته د رسیدو او د هغي په لاره کي د ملت د اساسی بنیادونو د جوړیدو او په سیاسی ډګر کی د افغانستان ملت ته په پراخه توګه ونډی ورکولو په اساس یوه لیکلې طرحه تهیه او د نقد او تکمیل لپاره یی هغه د خلکو سره تر یوه حده شریکه کړی او لا زیات شریکولو ته یی تیار یوو.  امن دی ته ژمن او اماده دی او کولای شی چې د خپلو پخوانیو تجربو نه په ګټه د دغسی یو مرکزیت په را منځ ته کولو کی اساسی منځګړی رول ادا کړی.   نو د نورو ملې او مترقی قوتونو نه په کلکه دا هیله کوو چې یا زموږ دغه وړاندیز ومنې او ژر زموږ سره اړیکه ونیسی او که بل څوک داسی یو پروګرام لری چې هغه تر دغه وړاندیزغوره وی، نو د بامسؤلیته سیاسینو په توګه باید هغه موږ او نورو افغانانو سره ژر تر ژره شریک کړي، تر څو یی  د لوستلو نه پس د توافق په صورت کی ګډ کار ته ادامه ورکړو.  د یادولو وړ یی بولو چې که په دغه بد حالت کی بیا هم ملې مترقی ساختارونه او اشخاص خپل مسؤلیت په جدی توګه درک او په سمه توګه تر سره نه کړي، نو د افغانستان راتلونکې نسل به هغوي په کلکه محکوم کړي.  پدی اړه زموږ سره په لاندی ادرسونو اړیکه نیولای شی.

Tel: (1) 202-246-1992   Email: tmillatmal@gmail.com د امن نړیوال سکرتریت، داکتر تاج الدین ملت مل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.