د انګلستان د شکمن شهزاده (؟) هنری بی مسولیته او

ډاکټر تاج الدین ملت مل

455

د انګلستان د شکمن شهزاده (؟) هنری بی مسولیته او غیر اخلاقی خبري او جنګي جنایت.

څو ورځی وړاندی ښاغلی شکمن (شهزاده؟) هنری په ښکاره د دی اقرار او اعتراف وکړ چې په افغانستان کی یی ۲۵ تنه په بی ساری غیر مسؤلانه توګه وژلی دي، او د وژلو نه یی خوند اخستی دی. موږ د دغی شکمن شاهزاده دا بی مسؤلیته جنایت او په هغی دا رنګه بی مسؤلیته افتخار کول، د انسانیت او هر نوعه بشری اصولو خلاف یو عمل بولو. د ده دغه عمل او وینا د ملګرو ملتونو اداری، د هاګ محکمی ته سپک کتل او د انګلستان خلکو ارزښتونه د پښو لاندی کول دي. موږ د دغو ادارو او نورو اړونده ساختارونو ته یادونه کوو او تری په کلکه غوښتنه کوو چی پدی اړه لازم، جدی او اصولی تحقیقات پیل او نتایج یی وخت په وخت له خلکو سره شریک کړی. دا د انګلستان د خلکو او سیاسی ډلو ټپلو دنده ده چی د دی مسلې چی یی د انګلستان د خلکو انسانی ارزښتونو ته په ډیره سپکه سترګه کتلی دي په کلکه څیړنه وکړی

یو هیواد دی خدای هیڅ کله داسی نه ضعیفه کوی چی د هغه چا د ملنډو سبب شی چی نیکونه یی دری ځلی پدی خاوره کی مردار شوی او یا په تیښته تښتیدلی دی.
د افغانستان مثبت بدلون نهضت (امن) دغه غیر انسانی او غیر اخلاقی خبری او بشری جنایت په کلکه محکوموی، او په اړه یی د اړوند ادارو چټک او اصولی اقداماتو غوښتنه کوی، او د شرایطو په پیداکیدو به دا مسله د هاګ محکمی ته د جنګې جنایتونو په توګه وړاندی کوي. د افغانانو څخه په خورا درنښت هیله کوو چی په دولتی او غیر دولتی سطحه دا کرغیړنی کړنې وغندی او د عدالت او انصاف غوښتنه وکړي.
ژوندی دی او بریالې دی وي افغان غم ځپلی افغان ولسونه.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.