که وخت راغی شاه زلمو – پور به اخلو له پردو

ریاض الله شفق

2,355
سپینه خولۀ به مې وړیا کړم پۀ جامونو پۀ کاسو…!
د میرمن نغمې د “شاه زلمو ” پۀ نامه نوې سندره نۀ پوهېږم څۀ وخت ریکارډ شوې ده دا مې څوم وار دې چې بار بار یې اورم پۀ هر بیت کې یې جلا خوند او هیله پرته ده رښتیا مونږ لا اوس هم هغه شان در پۀ دره یو لکه څرنګه چې مو انځور دی
وطن خوږ دی او هلته کې انسان ته ارمان ورشي چې لۀ غېږې یې جدا شي دا سندره ماته کټ مټ د طالبانو د اولې دورې د سقوط وروسته د پخواني ولسمشر کرزي د انتقالي دورې وخت رایادوي هغه وخت پسې سخت ارمان راځي او وایم کاش هېڅ مې دا غمونه او ناخوالې نۀ وی لېدلی پۀ ژوند کې یوه نیمه غزله پۀ سړي سخت ژر تاثیر کوي او هغه څۀ وریادوي چې ځوروي یې کله کله داسې ژور لاړ شم چې حتآ د هغه وخت د مرغیو د اوازونو اذانګې اوس هم اورم د شنو غنمو د ماتو ډنډرونو د بوی احساس اوس هم راته وشي ګوندې د خپلې خدای بخښلې مورکۍ غږ مې اوس هم زړۀ ته سا ورکړي څۀ وشو چې وخت بدل شو او هغه هر څۀ هم بدلون ومومه چې مونږه یې ارمان کوه لۀ وطن څخه ډېر داسې ځوانان او پېغلې ووتې چې نۀ شتون یې سړی وځوروي
خدای دې هغه وخت بیا راولي چې پۀ خوشالۍ د وطن لۀ غرو د توتانو او جلغوزو لمنې راډکې کړو پۀ نڅا او پۀ سندرو دا خفه زړونه خوشاله کړو، پۀ ویالو کې د سپین غرۀ د نښترو ماتې څانګې سره راټولې کړو همدا ماتې وزرې یو ځل بیا د سولې پۀ اسمان کې خورې کړو د وطن لۀ هرې لوېشتې نه د جنګ د بدرنګې نامې پر ځای مینه وپاسو
او یو ځل بیا د بنګو پۀ ډکو پیالو خپلې سترګې سرې کړو.
اخره کې به دا ووایم چې خدایه نغمه یو ځل بیا ځوانه کړې او غږ یې بیا لکه جرس داسې خوږ کړې چې د وطن پۀ هره دښته کې یې سندرې تږي تږي زړونه خړوب کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.