د مورنۍ ژبې درسي کتاب

پوهندوی آصف بهاند

861

 د مورنۍ ژبې درسي کتاب

او

د مدرس له پاره یې لارښود کتاب

له افغانستان څخه د باندې د مورنۍ ژبې د زدکړې، ساتنې او پالنې مسأله، له هماغه وخت نه پیل شوې چې افغانانو له خپل ټاټوبي نه د بېلابېلو لاملونو پر اساس ډلییز مهاجرت پیل کړی دی او په هر هېواد کې چې میشت شوي دي؛ هلته یې د خپلې ژبې د زدکړې، ساتنې او پالنې له پاره ــ د همغې ټولنې د امکاناتو په چوکاټ کې ــ هلې ځلې پیل کړې دي.

په اروپايي هېوادونو کې هم د افغانانو له راتگ سره سم د مورنۍ ژبې له پاره کار او زیار پيل شوی دی، یا سم ناسم، په کلونو ــ کلونو دا پروسه روانه ده.

د «Erasmus» (د اروپا اتحادیې له زده کړو، ترېننګ، ځوانانو او سپورت سره د مرستې پروګرام) د هڅو په دایره کې، د اروپا په کچه د بهر مېشتو کوچنیانو له پاره د مورنیو ژبو د زده کړې د کورسونو د پراختیا او پرمختیا او منظم کېدو په موخه هڅې پیل شوې دي، غواړي چې څه درسي کتابونه برابر او چاپ کړي او د هغه تر څنگ د مورنۍ ژبې د ښوونکو لپاره هم یو لارښود کتاب ولیکل شي.

د مورنۍ ژبې کتاب کېدای شي چې له تېرو تجربو نه په استفادې سره د نویو غوښتنو او پوښتنو په نظر کې نیولو سره برابر او چاپ ته چمتو شي، خو زما له نظره اصلي ستونزه د ښوونکو په لارښود کتاب کې ده.

تجربو داسې ښودلې ده چې د مهاجرت په چاپېریال کې، په تېره له وطن نه ډېر لرې په اروپا کې نه شي کېدای چې د اړتیا په اندازه د مورنۍ ژبې د تدریس لپاره مسلکي ښونکي پیدا او د تدریس لپاره وگمارل شيي.

د دې مانا دا ده چې افغان کوچنیانو ته په پراخه پیمانه داسې ښونکي مورنۍ ژبه تدریسوي چې هغوی مسلکي ښونکي نه دي؛ نو دلته ده چې دا اړتیا پېښېـږي چې د مورنۍ ژبې د زدکړې لپاره د لیکل شوو او یا لیکل کېونکو کتابونو د سم تدریس په خاطر د ښونکو لارښود کتاب ولیکل شي او په هغه کتاب کې له غږونو نیولې بیا د کلمو او جملو تر جوړونې او د بېلابېلو متونو ترتدریس پورې لارښوونې په کې وي.

مثلاً کله چې یوغږ (لام) تلفظ کېـږي، ښونکی باید دا تشریح کړي چې لام (ل) یو ژب اوریز غږ دی، یعنې د وینگ یا تلفظ په وخت یې د ژبې سر له پاسنۍ اورۍ سره لگېـږي او دا غږ تولیدېـږي.

دغه راز د ښونکو په لارښود کتاب کې باید د انسان صوتي دستگاه تشریح کړای شي او ښونکي باید په دې پوه شي چې د انسان د بدن کومو غړو ته صوتي دستگاه ویلای شو.

په خلاصه ډول ویلای شم چې لارښود کتاب د مدرسینو لپاره د مورنۍ ژبې د درسي موادو د تدریس لارښوونه کوي او دا باید ښوونکو ته وروښیي چې ټاکل شوی تعلیمي نصاب یا کوریکولم څه ډول تدریس شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.