فرانسه لومړی ځل په شمسيو باندې د سړکونو پوښل پيل کړل

660

فرانسې په نړۍ کې لومړی ځل د قير (تارکولو) پرځای په شمسيو باندې د سړکونو پوښل پيل کړل!

فرانسه غواړي د خپل هېواد سړکونه،د تارکولو (قير) پرځای په شمسيو وپوښي چې هم به سړکونه پرې هوار کړي او هم به وکولای شي د سړک غاړو د روښانولو او نورو چارو لپاره برېښنا لاس ته ترې راوړي. له هغه خبر څخه وروسته دادی اوس د فرانسې په نورماندې Normandy کې د Tourouvre-au-Perche په نامه کوچنی ښار کې يوکيلومتر سړک په شمسيو وپوښل شو .

د فرانسې د چاپېریال ساتنې وزيرې سېګولېني رايل Ségolène Royal تېره چارشنبه يو (يوکيلومتره ) سړک چې په شمسيو پوښل شوی و پرانيست ؛ دا سړک د ۵ کلونو په موده کې بشپړ او دوه زره او ۷۸۷ متره مربع شمسۍ پرې نصب شوې چې شاوخوا ۵،۲ ميلیونه ډالر لګښت پرې راغی.

دا شمسۍ هره ورځ د ۲۰۰۰ موټرو دروند فشار زغملی شي. په شمسيو د سړکونو پوښل په فرانسه کې اوس يو پيل او په ازمايښيتي بڼه دي، که ښه او مقاوم ثابت شي دا لړۍ به د برېښنا ،پاک چاپېريال او کم مصرف په خاطر پسې اوږده کړي او په راتلونکو ۵ کلونو کې به ۱۰۰۰ کيلومتره سړکونه په شمسيو وپوښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.