د روڼ او ښکلي پوستکي لرلو لپاره طبیعي لار

722

پۀ اوړي کې د روڼ او ښکلي پوستکي لرلو لپاره طبیعي لار

د ګرمۍ پۀ راتګ سره د پوستکي د ناروغیو او ښکلا اړوند ستونزې ډېرېږي، چې پۀ دې کې د پوستکي غؤړوالی، ځوانکې، دانې، داغونه او نور یې د یادونې وړ دي. هغه کسان چې د سپور پوستکي درلودونکي وي د اوړي موسم ورته ګټور او هغه کسان چې غؤړ پوستکی لري دغه موسم ورته ښه نۀ وي.
په هر موسم کې د ښه او بې داغه پوستکي لپاره ډېرې اوبه څښل تر ټولو غوره طریقه ده او تر څنګ يې باید د ځان پاکوالي ته پاملرنه وشي خو که چېرته بیا هم پر پوستکي داغونه را پیدا شول نو ستونزه جدي ده او حل یې هم اړین ګڼل کېږي.
نو د دې لپاره چې ښکلی او صاف پوستکی ولرئ، له لاندې فیس ماسک یعنې د دالو له فیس ماسک څخه ګټه پورته کړئ.
۱- د پوستکې د نم ساتلو او د ګونځو د مخنیوي لپاره دوه کاچوغې د دالو اوړه، یوه کاچوغه کورکمن، یوه کاچوغه شات او لږ غوندې شېدې ورسره ګډې کړئ، بیا په کې نیم لېمو وزبېښئ، بیا دغه ماسک پر مخ، لاسونو، مټ او پښو ووهئ، تر پنځلسو دقیقو یې مساج کړئ. له دې وروسته یې په یخو اوبو ووینځئ.
۲- کورکمن، د دالو اوړه، مستې، لېمو او د ګلابو له اوبو یوه ـ یوه کاچوغه را واخلئ او ښه یې سره ګډ کړئ، بیا یې پر مخ ووهئ او کله چې وچ شول بیا یې په یخو اوبو ووینځې.
۳- په یوه پیاله کې درې کاچوغې د مالټې یا د مالټې د پوستکي پوډر واچوئ، بیا په کې دوه کاچوغې د دالو اوړه او د لېمو اوبه ور واچوئ او تر دې ګډ کړئ چې دانه لرونکی کریم ترې جوړ شي بیا دوه کاچوغې د ګلاب اوبه ور واچوئ. دا کریم تر شلو دقیقو پر مخ پرېږدئ او د وچېدو سره یې په یخو اوبو ووینځئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.