غزل

شېبه ګهیځ

1,111

رڼا په څو ده سـينګار شـــوې دا تــيـــاره په څوده

ده دغــــه ښــــار دهغه کــلي دا کيــسه پــه څوده

اي د ړندو ستـرګو خاونــده دوکــــان داره خانـــه!

زه کـــتابونـــه لولـــم شپــه ده دا ډیـوه په څو ده

ماشوم دمـور زړي چـــپـــلکې بنــجــاره تــه راوړي

دغـــه ګوډي هــغــه بنــګړي او دا چنبه په څو ده

بــس کـه ظــالـمـه نــور د ویـــنو مــو بلا رودونه

یـه خـــدایه ! نن د انـــسـانــانو هدیره په څو ده

چاودنې بس کړه نن د هر څه قیمت پوره درکوم

طالبه ! وایه چې د ســــولې هر لحــظه په څو ده

واک داره نه پوهـيـږم چا دربانـــدي کړې جادو

ستا بې خودي او دپښتون دغه جذبه په څو ده

بـــــوډا لکــــړه ټکـــــوی په هدیـــــره تیریــــږي

په ميکده کـــــي چغه وکړي چي نشه په څو ده

ملا ايمان به دي پوره شي سر مي پرې کړه کنه

دې دوزخـــونــــو کي جــنـته حوصله په څو ده

ستا د يــوسف مــــخ د ليـــدلو نـنـداره په څو ده

ستا له خمارو ســتـرګو جــوړه آيـیـنـه پــه څو ده

د انســــانيـــت لپاره غـــوره دايـره په څـــــو ده

په دې دربـــار کي دوژلـــو فيــــصله په څــــو ده

دا پـــــه ســـــــرو ويــنو جوړه فلـسـفه په څو ده

شېبې دا ســـتا د ارمانـونـو جــــنــازه پــه څو ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.