د لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي تلين او یاد

حفیظ الله یاد

637

د لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي تلين او یاد ؛

د شلمې پېړۍ ستر نابغه لوی استاد پوهاند علامه عبدالحی حبيبي د مرګ (۳۸) کاله پوره سوه. هغه په (۱۳۶۳ل.) کال د ثور پر شلمه د (۷۴) کالو په عمر د زړه له ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکړ.
لوی استاد حبيبي صاحب په (۱۲۸۹ل.) کال د کندهار په يوه علم پروره کورنۍ، د علامه حبو اخندزاده (علامه حبيب الله کندهاري) کې وزېږېدی.
لوی استاد علامه حبيبي د خپلو رسمي او غير رسمي زده کړو تر کولو وروسته په پينځلس کلنۍ کي معلمي شروع کړه، وروسته د طلوع افغان جريدې مرستيال بيا ئې مدير، د پښتو ټولني مشر، د ادبياتو پوهنځی تاسيسګر او هلته د ادب تاريخ استاد، په ملي شورا کي د کندهار د خلګو استازی، د صدارت فرهنګي سلاکار، د اطلاعاتو کلتور وزارت فرهنګي مشاور او هم داسي ئې پر ډېرو نورو لوړو بستونو هم کار کړی دئ.
پښتو اخبار ليکنه، ادب تاريخ ليکنه، د لرغونو متونو تهيه، د روښاني ادب سيسټماتيکه څېړنه، خوشال پېژندنه، په پښتو شعر کي سبک پېژندنه، په افغانستان کي په پښتو لنډه کيسه ليکنه او په پښتو ژبه ازاد شعر جوړول، هغه څه دي چي په پښتو کي تر علامه حبيبي صاحب مخکي په دې اړه چا شی نه دي کښلي.
لوی استاد حبيبي صاحب لومړنی افغان عالم وو، چي د کور پر دروازه ئې د يونيسکو نخښه نصب سوې وه.
هغه تر مرګ وروسته د (۱۳۰) په شاوخوا کي اثار په ميراث پرېښول.
د لوی استاد پوهاند حبيبي صاحب ځيني آثار:
۱- په پاړسي او پښتو ژبه د طلوع افغان جريدې چلول (۱۳۱۰ـ ۱۳۱۹ل)
۲- تاريخچه ادبيات پښتو(۱۳۱۱ل)
۳- سردار مهردل خان مشرقی شاعر قندهاری(۱۳۱۲ل)
۴- اشعار و ديوان تيمور شاه ابدالی(۱۳۱۳ل)
۵- تاريخچه شعر پشتو(۱۳۱۴ل)
۶- خود آموز پښتو (دوه ټوکه) د نورو ليکوالانو په مرسته: (۱۳۱۴ل)
۷- پيغام شهيد (۱۳۱۴ل)
۸- محقق قندهاری شرح، حال و آثار مولوی حبيب الله قندهاری(۱۳۱۴ل)
۹- غزنه: (۱۳۱۵ل)
۱۰- ملي پسرلی(۱۳۱۷)
۱۱- وضع اصطلاحات پښتو(۱۳۱۷ل)
۱۲- افغان او افغانيت(۱۳۱۷ل)
۱۳- د عبدالقادر خان خټک دېوان، سريزه او ترتيب: (۱۳۱۷ل)
۱۴- د خوشحال خان خټک ملغلري، سريزه او ترتيب تصحيح او مقابله: (۱۳۱۷ل)
۱۵- سپېڅلې پښتو، لس زره پاړسي لغتونه په پښتو: (۱۳۱۸ل)
۱۶- تاريخچه سبکهای شعر پښتو(۱۳۱۹ل)
۱۷- مشاهير ابداليان(۱۳۱۹ل)
۱۸- پښتانه شعراء (لومړی ټوک)(۱۳۲۰ل)
۱۹- د لوی احمد شاه بابا دېوان، تصيح، مقابله او سريزه (۱۳۲۰ل)
۲۰- جوانمردان و عياران(۱۳۲۱ل)
۲۱- پټه خزانه، تصحيح، ترجمه او تعليقات (۱۳۲۳ل)
۲۲- زرنج و احوال تاريخی آن(۱۳۲۴ل)
۲۳- تحقيقات راجع به پټه خزانه(۱۳۲۴ل)
۲۴- پښتو څېړني (ترجمه): (۱۳۲۴ل)
۲۵- د پښتو ادبياتو تاريخ، (لومړی ټوک):(۱۳۲۴ل)
۲۶- تاريخچه بيداری سياسی در افغانستان(۱۳۲۹ل)
۲۷- تحقيقات راجع به ترجمان البلاغه رادويانی(۱۳۳۰ل)
۲۸- مورخان ګمنام افغان(۱۳۳۳ل)
۲۹- خليلی نامه(۱۳۳۴ل)
۳۰- روابط ادبی سند با افغانستان(۱۳۳۷ل)
۳۱- تازه نوای معارک، تصحيح او تحشيه(۱۳۳۷ل)
۳۲- شاعر هيرمند هارون افغان: (۱۳۳۸ل)
۳۳- کتاب های ګم شده تاريخ غزنوی (۱۳۳۸ل)
۳۴- د شيخ الاسلام عبدالله انصاري سيرت او شخصيت (۱۳۴۱ل)
۳۵- د پښتو ادبياتو تاريخ، (دوهم ټوک): (۱۳۴۲ل)
۳۶- تاريخ افغانستان در عصر تيموريان هند(۱۳۴۲ل)
۳۷- پښتو و لويکان غزنه (۱۳۴۲ل)
۳۸- طبقات صوفيه، تصحيه، مقابله او تعليق.
۳۹- صد ميدان، تصحيح و ترتيب(۱۳۴۲ل)
۴۰- زبان دو هزار ساله افغانستان يا مادر زبان دری(۱۳۴۲ل)
۴۱- نګاهی به سلامان وابسال(۱۳۴۲ل)
۴۲- طبقات ناصری، تصحيح، مقابله او تعليق(۱۳۴۳ل)
۴۳- رساله سررشته طريقت خواجګان از جامی: (۱۳۴۳ل)
۴۴- افغانستان بعد از اسلام (لومړی ټوک): (۱۳۴۵ل)
۴۵- تصوف دری(۱۳۴۶ل)
۴۶- پښتو د تاريخ او لغت په رڼا کي(۱۳۴۷ل)
۴۷- تاريخ مختصر افغانستان (دوه ټوکه): (۱۳۴۷ل)
۴۸- د پښتو ادبياتو تاريخ (د پوهنځی د دريم ټولګی): (۱۳۴۷ل)
۴۹- د پښتو ادبياتو تاريخ- د پوهنځی د څلرم ټولګی): (۱۳۴۷ل)
۵۰- زين الاخبار ګرديزی، مقابله، تصحيح او تعليق(۱۳۴۷ل)
۵۱- رهنمای تاريخ افغانستان در کتب فارسی، عربی و اردو (۱۳۴۸ل)
۵۲- تاج کابلشاه در کعبه(۱۳۴۸ل)
۵۳- سواد اعظم، تصحيح، مقابله او تعليق(۱۳۴۸ل)
۵۴- ملتان کا لودی شاهی خاندان(۱۳۴۹ل)
۵۵- اصل خلجيان افغانی(۱۳۴۹ل)
۵۶- فضايل بلخ، تصحيح، مقابله و تعليق(۱۳۴۹ل)
۵۷- هفت کتيبه قديم(۱۳۵۰ل.).
۵۸- تاريخچه خط در افغانستان(۱۳۵۰ل)
۵۹- د البيروني کتابښود(۱۳۵۲ل)
۶۰- شرح بيتين مثنوی، ترتيب او سريزه(۱۳۵۲ل)
۶۱- کتابشناسی البيرونی (ترجمه): (۱۳۵۲ل.).
۶۲- شاعر انديشه (مولانا جلال الدين بلخي): (۱۳۵۳ل)
۶۳- پير روښان(۱۳۵۳ل)
۶۴- ظهير الدين محمد بابر(۱۳۵۳ل)
۶۵- د افغانستان پېښليک(۱۳۵۳ل)
۶۶- هنر عصر تيموريان(۱۳۵۵ل)
۶۷- مدرسه شا مشهد خرجستان وبنای مرقد سالار جلیل در کمیسان بلخ:(1355)ل)
68-پردوسي وشهنامه’سریزه او تحشیه:(1355ل)
69-نسب و زادګا یي سید جمالدین افغاني:(1355ل)
70-منازل السایرین در دایره یي وجود:(1355ل)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.