اسرائیلي پوځیانو د الجزیرې خبریاله وژلې

591

لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځیانو برید کې د الجزیرې خبریاله وژل شوې

د اسرائیلو تر ولکې لاندې لویدېځې غاړې جېنېن سیمه کې د اسرائیلي پو ځیانو د چاپې پر مهال د الجزیرې یوه فلسطینۍ امریکایۍ خبریاله په ډزو وژل شوې.

الجزیره وايی، ۵۱ کلنه خبریاله شیرین ابو عاقله اسرائیلي پوځیانو په “رڼا ورځ” او “قصدآ” وژلې. د نوموړې پروډیوسر یا خبر جوړونکی هم په ډزو ویشتل شوی خو ټپي دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي “شونې” ده چې دوی د ځوابي ډزو پر مهال د فلسطینیو وسلوالو لخوا ویشتل شوي وي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې د اسرائیلیو پوځیانو او فلسطینیانو تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی.

د فلسطین ولسشمر د دې پېښې بشپړ مسوولیت د اسرائیلو پر حکومت اچوي او دا یې یو “وژونکی جرم” بللی.

اسرائیلیو پوځي چارواکو ویلي ځواکونو یې د جېنېن سېمې د کډوالو پر یوه کمپ چاپه وهلې وه چې په وینا یې “شکمن ترهګر” یې په نښه کړي.

دوی وايي: “د چاپې پر مهال ګڼو فلسطینیو وسلوالو پر اسرائیلیو پوځیانو ډزې وکړې او چاودېدونکي توکي یې ورګزار کړل. اسرائیلیو پوځیانو هم وسلوال په نښه کړل او ځوابي ډزې یې پرې وکړې.”

د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي، شیرین ابو عاقله د خبریالۍ پر مهال په سر ویشتل شوې وه. ډېره ټپي وه چې روغتون ته یوړل شوه او وروسته بیا ومړه.

اسراییل پېښه

د عکس سرچینه،REUTERS

یو بل فلسطینی خبریال علي سمودي چې الجزیرې سره کار کوي، ویشتل شوی خو روغتیايي حالت یې اوس ښه دی.

ښاغلی سمودي د پېښې په اړه وايي: “موږ د اسرائیلي پوځیانو عملیاتو عکاسي کوله او بیا یې سملاسي پر موږ ډزې وکړې، پرته له دې چې له موږ وغواړي چې عکاسي بنده کړو یا سیمه پرېږدو. لومړۍ مرمۍ پر ما ولګېده او دویمه مرمۍ پر شیرین ولګېده.”

نوموړي زیاته کړه: “د پېښې ځای کې د فلسطینیانو له اړخه هېڅ ډول وسلواله مبارزه نه وه.”

الجزیرې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې اسرائیلی حکومت او پوځ یې “په لوی لاس” د خبریالانو په “نښه کول او وژل” وپوښتي او مسول یې وګڼي.

د فلسطین ولسشمر محمود عباس پر خبریالانو دا برید په کلکو ټکو غندلی او ادعا یې کړې چې دا د “یرغلګرو ځواکونو تګلاره ده چې خبریالان په نښه کړي، د رېښتیا او حقیقت غږ غلی کړي چې د دوی جرمونه پټ پاتې شي.”

د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ بیا ولسمشر محمود عباس تورن کړی چې ګواکې “بې بنسټه تورونه” پورې کوي.

اسرائیلو کې د امریکا سفیر ټام نایډز د اغلې ابو عاقله پر وژنې خواشیني ښوولې او غوښتنه یې کړې چې د پېښې جدي پلټنه دې وشي.

ابو عاقله د الجزیرې یوه له وتلیو څېرو او په نړیواله کچه پېژندل شوې خبریاله وه.

د نوموړې همکارې ندا ابراهیم ویلي،‌ شیرین ابو اقلا یوه منل شوې همکاره وه چې ټولو یې درناوی کاوه او د وژنې خبر یې د ټولو لپاره ټکان ورکوونکی و.

د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د وروستیو اوونیو تاوتریخوالی کې لږ تر لږه ۱۷ اسرائیلیان او ۲۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

بی بی سي/ پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.