طاقت بښونکې کاسه

لیکونکی: محمد احسان علي

1,043

بسم الله الرحمن الرحیم

دا کیسه د تاجیکۍ سینما له یوه فیلمه الهام شوې ده.

 

دا د یوه ډېر ساړه ماسپښين خبره ده، چې د ساراتف په کورونو خپور و او د لمر وړانګې يواځې د روښانه کوونکو شیانو په ډول راڅرګندېدې؛ نه د تودوونکو؛ د کال وروستۍ ورځې هم وتلې او د ۱۹۶۷ کال پیلېدو ته په شمار څو ورځې پاتې وې؛ پر ځمکه د سپینې واورې څادر غوړېدلی و؛ هېچا نشول ویلی، چې ډېسمبر نور څومره پسې غځېدلی شي؟

زوړ او هره شېبه ټوخېدونکی سړی(یورایکوف) د ډوډۍ د مېز سر ته کېناست؛ ځوانې ښځې زړه خاورینه کاسه کې د سبزۍ سوپ وربېرته کړ؛ د خاورینې کاسې يوه څنډه ماته وه؛ د زاړه سړي په ګونځې لاسونو کې دومره زور نه و، چې په سمه توګه کاشوغه تر خولې ورسوي، ښوروا به يو لوری، بل لوری ترې تویه شوه او نږدې تشه کاشوغه به د سړي تر چاودو شونډو ورسېده.

ټول غلي ناست وو؛ د ځوان سړي او ځوانې ښځې تندي ګونځې وو؛ يو وخت په دې نازکو شېبو کې ماشوم ماکسیم خپل نیکه وپوښت: نیکه، موږ ولې په دې نویو کاسو کې خوراک کوو او ته ولې په دې زړه کاسه کې خواړه خورې؟ او د دې خو یوه څنډه ماته هم ده!

ځوان سړي(وارینيکوف) او ښځې یې هېڅ‌کله هم له خپل ماشوم زوی نه دومره کرکه نه وه احساس کړې؛ دواړه د خوړو په خوړولو لګیا وو او هره شېبه يې د سترګو له کونجونو د زاړه سړي سترګې څارلې.

زاړه سړي وویل: ګرانه ماکسي، دا کاسه له ټولو هغو کاسو بېله ده، چې خلک خوراک په‌کې کوي؛ په دې کاسه کې چې هر څوک خوراک کوي؛ نو يو لوی طاقت وربښي او ژوند ورکوي.

د زاړه سړي خبرې د ماشوم ماکسیم د زړه تل ته کښته کېدې . . .

د ډوډۍ له خوړولو وروسته ځوانې ښځې لوښي ټول کړل او ووته.

یورایکوف خپل زوی(وارينيکوف) وپوښت: صحت دې ښه دی، ولې غلی يې؟

ځوان سړی(وارینیکوف) غلی و، بیا بې له دې چې څه ووايي، پاڅېد او له کوټې ووت.

یورایکوف خپل ماشوم لمسي ته وویل: پلار دې ناجوړ دی؟

ماکسیم وویل: خپه دی.

ــ خپه دی، ولې؟

ماکسيم وویل: د زړو د پالنې مرکز کارکوونکي يې بېګا راغوښتي وو، نن رانه‌غلل.

یورایکوف په حیرانۍ وویل: د زړو د پالنې د مرکز غړي؟ د څه له‌پاره؟

ماشوم پرته له وېرې او بې له دې چې د نیکه عکس العمل ته پام وساتي، وویل: پرون مې مور غوصه وه او پلار ته مې یې ویل، چې زه نور د دې توان نه‌لرم، چې ستا د بوډا پلار نېکرې پاکې کړم، هغه له دې کوره وباسه!

یورایکوف غلی و او کم لیدې سترګې يې په یوه شي کې ګنډلې وې؛ ماشوم ماکسیم وویل: نیکه، هغوی تا چېرته بیايي؟

یورایکوف خپل لمسی په غېږ کې ونیو، خپلې لمدې سترګې يې د کیڼ لستوڼي پر شا پاکې کړې، بیا يې وویل: هغوی ما ډېر ښایسته ځای ته بیايي، هغلته به زه بیا نه ټوخېږم.

ماکسیم په ډېره لېوالتیا وویل: ما درسره بیايې؟

یورایکوف ورو وخندل، بیا يې وویل: نه ګرانه ماکسي، هغلته یواځې زاړه خلک ځي.

 

 

ماکسیم وویل: ښه نو چې زما پلار زوړ شي، هغه به هم زه همهلته ورولم؟

یورایکوف غلی و او هېڅ نه پوهېده، چې ماشوم ماکسیم ته په څه ویلو سره قناعت ورکړي؟ یو وخت يې ورو وویل: ستا پلار نه زړېږي!

يوه شېبه چوپتیا حاکمه وه، بیا ماکسیم وویل: نیکه جانه، ته تل دغه ډول زوړ وې؟

یورایکوف له ډېر خپګانه وخندل؛ خو خندا يې ډېره ونه غځېده او ټوخي واخیست، پرلپسې ټوخېده، بیا يې چې کله ټوخی ختم شو، په ډېره مینه يې وویل: نه ذهین ماکسي، زه تل دا ډول نه وم؛ اول زه ستا په ډول ماشوم وم، بیا ځوان شوم او اوس دا دی زوړ یم؛ زه په هغو ورځو کې نه ټوخېدم او کولی مې شول منډې هم وکړم.

ماکسیم په ډېرې حیرانۍ وویل: نو ته هم زما په ډول ماشوم وې؟

یورایکوف وویل: هو!

بیا ماکسیم وپوښتل: نو زما پلار هم یو وخت ماشوم و؟

یورایکوف فکرونو رااخیستی و او د کوټې پر دېوال راځړېدلي هغه تور او سپين عکس ته متوجه و، چې د واده په ورځ يې له مېرمنې سره اخیستی و، په عکس کې یورایکوف غټ برېتونه هم لرل.

زاړه سړي(یورایکوف) ورو وویل: هو، هغه ستا په ډول یو تکړه ماشوم و.

ــ هغه پر تا ګران و؟

یورایکوف خپل لمسی په غېږ کې اخیستی و، ښکل يې کړ، بیا يې وویل: هغه پر ما ډېر ګران و.

ماکسیم وویل: ته به هم پر هغه ډېر ګران وې!

یورایکوف وویل: هو، زه پر هغه ډېر ګران وم، یوه ورځ زه ډېر ټوخېدم، له دغو ورځو نه هم ډېر؛ بیا زما زوی ته چا وویل، چې د ټوخي له‌پاره شات ښه دي؛ پلار ته دې شات راوړه! ماښام ناوخته، چې واوره هم ورېده، پلار دې په ډېره مېړانه له کوره ووت او ګهیځ ته لږ وخت پاتې و، چې د شاتو له یوه منګي سره راغی؛ ما بیا هغه شات وخوړل.

ماکسیم وویل: او ته بیا روغ شوې کنه؟

ــ هو، ګرانه ماکسي، بیا زه روغ شوم او کار ته به تلم.

ماشوم ماکسیم وویل: ته خو اوس هم ټوخېږې؛ ولې شات نه درته راوړي؟

زاړه سړي خبره واړوله او ویې ويل: ورشه ګرانه ماکسي، درس دې ولوله، زه خپلې کوټې ته ځم، سر مې ګرځي.

ماشوم په یوه منډه ووت او د پلار د خونې پر لوري روان شو.

ځوانه ښځه، چې د دهلېز او چوترې په جارو کولو لګیا وه؛ په غوسه يې خپل زوی ته وویل: ته خپل ټول وخت له هغه لېوني بوډا سره ضایع کوې! ورشه کتابونه دې ووایه . . . ځه، خځلې درالوځي، کالي دې ککړېږي.

ماکسیم تل د خپلې مور د امرونو په مقابل کې خنثا و، سر يې ټيټ کړ او کوټې ته ننوت.

ښځې دهلېز جارو کاوه او له ځان سره ډونګېده.

زوړ سړی په ډېر زیار راپورته شو، لکړه يې راواخیسته او د باندې روان شو؛ ده ته هغه ورځې وریادېدې، چې کولی یې شول، بې لکړې وګرځي؛ دهلېز ته چې ورسېد، دوړې يې په خوله او سپږمو ورننوتې، ټوخي واخیست؛ خو ونه درېد، روان و؛ له دوړو سره یو ځای يې د ځنډنیو حشره وژونکو درملو بوی هم سپږمو ته تېراوه.

ځوانه ښځه، بې له دې چې یورایکوف ته وګوري، په جارو کولو لګیا وه؛ خځلې د زاړه سړي په کالیو او مخ ورنښتې؛ وړې پلاستیکي څپلۍ د دهلېز په پای کې په منظم ډول کېښودل شوې وې؛ خو د زاړه سړي زړې کلوشې له خځلو ډکې وې او د یوه بې ارزښته شي په توګه پرتې وې؛ یورایکوف، په داسې حال کې چې د ملا له دردونو ځورېده، ټيټ شو، کلوشې يې راواخیستې او له دهلېزه د باندې يې څنډ

 

وهلې؛ ځوانې ښځې شا ته راوکتل، جارو يې پرېښود، په داسې حال کې چې په‌خپله غوسه يې قابو راوسته، وویل: دا ځای خو مې همدا اوس جارو که، داسې خو څوک نه کوي بابا!

بیا له ځانه سره شورو شوه: ټول سپين ږيري دغه ډول وي، لعین.

زوړ سړی غلی و او د مخ ګونځو يې ښودله، چې د ژوند په تېرو کلونو کې يې ډېر زیار ګاللی؛ هغه لنډ، لنډ قدمونه اخیستل او ورو، ورو روان و؛ د چوترې په خټينو زینو کښته شو او په انګړه کې د هغو ونو په منځ کې روان شو، چې ده لسګونه کلونه وړاندې له خپلې مېرمنې سره یو ځای کېنولې وې؛ واورې پرتې وې او هر ځای سپين و او له دپې هوا اټکل کېده چې سبا بیا کېدی شي درنده واوره ووري.

***

د شپې، کله چې تیارې تور څادر وغوړاوه او ټول خلک ویده شول؛ ماشوم ماکسیم کوټې ته ډېر په احتیاط راننوت؛ د باندې واوره ورېده او ټول ولایت د یوې لويې خوړونکې آژدها په څېر ویده و؛ د ماکسیم غوږونه د پلار د خرېدو له غږه ځورېدل؛ خو په دې ډاډه کېده، چې مور او پلار يې ویده دي؛ دی ډېر ورو ته، هېڅ يې نه‌شول کولی وګوري، د ده د څملاستلو ځای چېرته دی؟

یوه شېبه هغه څه پېښ شول، چې دی ترې ډارېده؛ د ده پښه له ګلدانۍ سره ولګېده او يو کرکجن غږ پورته شو؛ ښځه او سړی په یوه ترپ راپورته شول او ګروپ يې روښانه کړ؛ ماشوم د یوه مجرم په دود ولاړ و او هېڅ نه پوهېده دې وخت کې څوک څنګه سلوک وکړي؟

ځوان سړي په غوصه او خوبولي آنداز وویل: د شپې په دې وخت کې بیا ولې پورته شوی وې؟

ښځې د خوب د کالیو تڼۍ ورپرانیستلې او ستمي يې ختل؛ ماشوم وارخطا و، ويې ویل: تږی وم!

سړي وویل: د بسترې خواته دې ډک جک اېښی.

ماشوم خجل شو؛ ځکه دې ته يې هېڅ فکر نه و.

د یورایکوف د ټوخېدو غږ پورته شو، چې پرلپسې يې زور ډېرېده؛ ښځې په کرکه وویل: اوس به ښه خوب وکئ!

ځوان سړی يوه شي حیران کړ، بیا يې وویل: شا ته دې څه شی پټ کړي دي؟

ماشوم ماکسیم له پخوا ډېر وارخطا شو، نږدې وو چې وژاړي، په غرېو کې يې وویل: هېڅ، هېڅ پلاره!

سړي په غوصه وویل: لاسونه راوښيه، زر کوه، کنې بیا یې په زور درباندې پرانیزم!

ماشوم لاسونه وروښودل، سړی او ښځه ډېر حیران شول؛ ښځې په حیرانۍ وویل: د سپي د خوړو کاسه؟

ماشوم وویل: نه، مورې! د نیکه د خوړو کاسه ده.

سړي په غوصه وویل: نو دا دې په دې شپه څه کوله، لېونیه؟

ماشوم په ژړا شو او په يوه ساه يې وويل: پلاره، نیکه ویل، چې هر څوک په دې کاسه کې خواړه وخوري؛ نو د هغه زنګنونه قوت پيدا کوي او ژوند يې ډېرېږي، ته په ما ډېر ګران يې پلاره، ما دا کاسه راپټه کړه او ومې ویل، چې ته زوړ شې بیا به تا ته په دې کاسه کې خواړه درکووم!

 

 

پای

جون اوومه، یکشنبه، ۲۰۲۰

 

پکتیا، مرکز ګردېز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.