د یوۀ ډاکټر ليک خپل زوی ته

ژباړه: موسی تعبیر

818

«څۀ د پاسه اووه کاله ستونزې او ستړیاوې مې وګللې او بالاخره ډاکټر شوم. اوس مې شفاخانه راته لۀ کور کمه نۀ ده، ځکه؛ کلونه–کلونه کیږي زما سږي د همدې شفاخانې لۀ آکسيجن ډکيږي او تشیږي.
شل کاله وشول چې سپینه چپنه مې پر تن ده؛ خو نن مې احساس وکړ، چې زۀ یؤ حقیقي ډاکټر یم. ځکه؛ چې شل کاله وروسته پۀ دې وپوهېدم چې:
”•د سر درد؛ درد دی؛ خو د زړۀ درد د دردونو سرچینه ده.
•پوه شوم، چې ړوندوالی او زوړوالی د ډاکټر لپاره یوه مانا لري.
•زیاتره ناروغۍ یا ارثي دي یا د نیت کمي لۀ وجې رامنځته کیږي.
•پوه شوم، چې د زړۀ هیڅ متخصص، نۀ شي کولی چې مات زړۀ جوړ کړي او یا سخت زړۀ عملیات کړي، ترڅو نرم شي.
•پوه شوم، چې د جراحۍ پۀ واسطه پۀ شونډو کې موسکا پیدا کیږي، خو دا مصنوعي موسکا هیڅ ارزښت نۀ لري؛ ځکه چې لۀ شونډو سره د زړۀ خؤښي مهمه ده.
•کۀ زړۀ دې وبایله/ میین شوې؛ هیڅ ډاکټر دومره تکړه نۀ دی، چې تا لۀ میینتوب را وګرځوي او زړۀ در صبر کړي.
•پوه شوم، چې د سترګو متخصصان نۀ شي کولی چې بدبین، ځان غوښتونکی او غرور مند انسان تداوي کړي.
•پوه شوم چې د آکسيجن ډبې هم د تازه هوا پۀ ارمان دي، انسان خو څۀ؟
•هیڅ داخله متخصص نۀ شي کولی چې پۀ دې پوه شي، چې: د انسانانو پۀ داخل کې څۀ روان دي.
•پوه شوم چې هیڅ درمل شتون نۀ لري، چې وېره د تل لپاره تداوي کړي.
•د غوږونو متخصصان، کولی شي چې ستا د اوریدو قدرت لؤړ کړي؛ خو نۀ شي کولی چې تاته ښۀ غؤږ نیول در زده کړي.
•پوه شوم چې سرطان یانې: د ژؤند پر یوې کوچنۍ ستونزې دومره چورت خرابول، چې د ژؤند نورې خوږې شیبې دې لۀ لاسه ورکړې.
•پوه شوم، چې رواني او اعصابي مریضان هغوی نۀ دي، چې ارواه پوه ته مراجعه کوي. اصلي مریضان هغوی دي، دچا لۀ لاسه چې مریضان شوي دي.
•پوه شوم چې د ژبې پواسطه جوړ شوی زخم قوي میکروب لري. که څوک مو د ژبې پواسطه زخمي کړ؛ د نړۍ هيڅ انټي بيوټيک ‎نۀ شي؛ کولی چې د نوموړي زخم میکروب لۀ منځه یوسي.
•پوه شوم، چې ځان لؤړ ګنل د ودې لۀ هورمون سره هیڅ تړاو نۀ لري، انسانان پۀ لؤړ فکر سره لؤړیږي نۀ د ودې د هورمون پۀ واسطه.“
زۀ چې کله د طب پۀ پوهنځي کې کېناستم د انسان پۀ اړه مې ډېر څۀ ولوستل او پۀ ډېر څۀ پوی شوم. د فراعت پر وخت مې فکر وکړ چې ډاکټر شوم، خو دا دی شل کاله وروسته پوه شؤم، چې زۀ ډاکټر نۀ ؤم، ځکه چې ما ډېر څۀ نۀ وو زده کړي. ما باید واقعي طب لوستلی وای، زۀ باید یؤ حقيقي ډاکټر جوړ وای. ما باید لوستلي وای، چې څنګه خلکو ته مینه او مهرباني ور زده کړم، څۀ ډؤل باید کرکه تداوي کړم، څۀ ډؤل انسانانو ته د انسانیت جراحي وکړم.
زویه! انسان حتماً نيمګړتياوې لري، خو که غوښتل دې زما لار تعقیب کړې؛ نو تۀ باید حقیقي طب ولولې، تۀ باید د مینې او مهرباني متخصص جوړ شې؛ تر څو پۀ ډېر جرئت سره خلکو ته ووایې: “زۀ ډاکټر یم، حقیقي ډاکټر، د انسانانو ډاکټر”»
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.