د فدامحمد نظري تلین غونډه

جانداد

916

په لندن کې د پيژندل شوي لیکوال، شاعر، ژباړن، مدني او سیاسي فعال فدامحمد نظري د لومړي تلین نمانځنه

د دې میاشت په ۱۵ نیټه د سوتهال په کابل رستورانت کې لندن افغان ادبی بهیراو د ارواښاد فدامحمدنظری کورنۍ دافغان ادبی بهیردتکړه ملګری شهیدفدامحمدنظری دلومړی تلین یادغونډه رابللې وه .

ارواښاد فدامحمد نظري

د نمانځنې او درناوی په دې درنه غونډه کې د ارواښاد پر کورنۍ او خپلوانوبرسیره د ارواښاد نږدې دوستانو، نورو ګڼولیکوالو،شاعرانو، سیاسي او مدني فعالانوبرخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې چې د بی بی سی تکړه ویاند سپین تڼي پرمخ وړه ،د مرحوم فدامحمدنظري پر ژونداو اثاروګڼولیکوالو، شاعرانو، مدني او سیاسي فعالانوپه زړه پورې ویناوې وکړې .

د غونډې رابلونکې عبدالوکیل سوله مل نوموړی هغه بې جوړې فرهنګ پالونکی وباله ،چې دخپلې سوداګرۍ نیمایی ګټه ېې په فرهنګي چاروولګوله اوهیڅ فرهنګي غونډه ېې قضا نه کړه ، ټول وخت ېې هم له لیکوالوسره ددوي د کتابونوپه چاپ کې مالی برخه اخیسته او هم ېې له بې وزله لیکوالو اوشاعرانوسره نغدي مرسته کوله .

دغونډې دوهم ویناوال شیرولی ورین و. شیرولي د هغه دلنډژوندلیک ترڅنګ د هغه په سیاسي اوفرهنګي فعالیتونوهم لنډه رڼا واچوله .

لیکوال او وتلی ژورنالیست عبیدالله محک له هغه سره د خپل سیاسي او سوداګریزفعالیت ډیر یادونه او خاطرې شریکې کړې ، هغه نومړی بریالی سوداګروباله ، او د مرحوم د هغومرستو یادونه ېې وکړه چې د داکترنجیب الله د حکومت پروخت ېې ګڼوفرهنګي مرکزونولکه خوشال فرهنګی ټولنې سره کړې وې .

د پښتوژبې او ادب ځلانده څیرې استا‌ذ مجاوراحمدزیاردتیلیفون پرلیکه د مرحوم د خپلو او ژباړل شوشعرونوپه جوړښت او څرنګوالي په پوره تقصیل رڼا واچوله ، هغه ېې دسپين شعرکامیاب استازی ونوماوه، د هغه د ژباړلوشواشعارو غوروای او تنوع ېې هم په پښتوادبي ژباړه کې بې جوړې هڅه وبلله.

وتلی سیاسي فعال نوروهاب څپاند هغه ویناوال و چې له مرحوم سره ېې پوره نیمه پیړۍ پيژندل . هغه له ده سره دګډسیاسي زندان ګڼې خاطرې شریکې کړې . هغه ېې ځیرک ، دپوره مطالعې او سیاسي بصیرت لرونکی وباله .

پيژندل شوی لیکوال اوژورنالیست ایمل پسرلی هم پخپل وارد نوموړی د ګڼو صفاتو او اوښیګڼو ذکروکړ.هغه ېې په هیواد او فرهنګ مّین شخص وباله ، اودده لیکلي او ژباړل شوي اثارېې د پښتوادب ښه اضافه یاده کړه.

تکړه شاعرنظیف الله تکل هم د نوموړي د شاعرۍ لنډ جاج واخیست ، د هغه د شعرونو څوبیلګې ېې یادې کړې او نوموړي ېې ددغو بیلګوله مخې دهیواد د ښوشاعرانوپه قطارکې ودراوه.

د غونډې بل وینا وال د دري ژبې وتلی لیکوال او شاعرسیدرضا محمدي و. محمدی هغه ډی mکاکه او بې جوړې فرهنګپال ونوماوه . په کابل کې ېې د هغه دفرهنګي کارونواو مرستولنډه  یادونه وکړه .

په رضا محمدي پسې ګڼو لیکوالواو مدني فعالانو هریو نویدمحسني، فرید مل ، سلطانی ، پيژندل شوي شاعر او لیکوال شهسوارسنګروال اوښه شاعر غلام محمد کامه وال پخپل وار د نوموړي دژوندانه په مختلفو اړخونولندې خبرې وکړې.

د غونډې وروستی ویناوال د مرحوم نظري زوي میوند نظري و. هغه د افغان ادبي بهیر دمدیرسوله مل شینواري مننه وکړه چې دده د پلارپه یاد ېې دا غونډه رابللې وه. هغه دپلارنورفرهنګي ملګري هم وستایل چې په دې غونډه کې ېې رغنده برخه واخیسته او دهغه د ژوندپرمختلفواړخونوېې په زړه پورې ویناوې وکړې .

د میوند نظري په خبرو سره د نمانځنې دا درنه غونډه پای ته ورسیده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.