د حسیبه شهید د لسم تلین په پار

986

اغلې ميرمن حسيبه شهيد د محمد داود شهيد لوراو د ننګرهارولايت د بهسود سردار دوست محمدخان او د پښتنې شاعرې ليکوالې مرحومې سايره محوي لمسې وه چې په ١٣٦٢ لمريز كال د زمري په اوه ويشتمه د ننګرهار ولايت په يوه عالمه او روشنفکره کورنۍ کې زېږېدلې وه .
لومړنۍ زده کړې دکابل قلعه فتح الله، منځنۍ زده کړې : جلال اباد تجربوى، ثانوي زده کړې، بې بې مريم لېسه پيښوراولوړې زده کړې كې يې وروسته د ژورنالېزم په برخه کې ډېپلوم واخيسته .
لمړى يې په پيښور کى د بي بي سي له څانګى سره د شااوخوا دوه کاله همکاري درلوده او بيا كابل اوجرمنې كې د ازادۍ راډيوخبرياله شوه په پای کې په پراګ کې د خبريالې دنده يې درلوده او د مسافرې شپې سباکولې
اغلې مرحومه حسيبه شهيد يوه ډيره مودبه لايقه او خوږژبۍ شاعره وه چې په شعرونو کې ژور تخيل او رياليستکې صنحې ډير په سترګو کيده دغه با استعداده شاعره اوليکواله يوه ناچاپ شعري ټولکه لري چې د سوزه ډک اشعار په کې راټول شويدي
د اغلې شهيد شعرونه په ورځپاڼو، مجلو، او نورو خپرونو كې خپاره شوي دي او ډيرلوستونکي او مينه وال لري دغه پښتنه ليکواله د تحقيقي رپوټونه ، ترڅنګ مستندې اوځېنې خورې ورې نورې ليكنې هم كړې دي اکثرا دبشري حقوقو ،اود ښځو دحقونو ټولنيز، راپورنه يې برابرول.
اغلې ميرمن حسيبه شهيد واده کړ ې وه او د دو ماشومانو مور وه. لکه څرنګه چې کورنى يې له ډير پخوا د مطبوعاتو د كورنۍغړي پاتې شوې وو له ماشومتوبه ېى د مطبوعاتو ټولو برخو په تيره بيا ژورناليزم او په ادبياتو كې له شعر او شاعري سره مينه درلوده. د شعرونو يو ناچاپ ټولګه لري. ميرمن حسيبه شهيد د چک جمهوریت په مرکز پراګ ښار په یوه ترافیکي پېښه کې هغه وخت ټپي شوه چې يوغټ ټرک د هغې موټرسره ټکر وکړ چې د سختو ټپونو په اثر د ډيرو ارمانونوسره له دی فاني دونيا څخه يې سترګې پټې کړې او ژوند سره يې د تل لپاره خدای پاماني وکړه اوپه دی توګه خپل مينه وال يې دغم په ټغر کيناوه
سره لدی چې د يوې پښتنۍ شاعرې اوليکوالې په مرګ خپل ژر خپګان څرګندوم لاسونه لپه کوم چې الله دې مرحومې خورحسيبه شهيد ته جنت فردوس په نصيب کړي کورنې او دوستانو ته يې صبر جميل غواړم

May be an image of 1 person and text

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.