یوه د حسرتونو ډکه جمله

سید عبید الله نادر

118

زما د فیسبوک یو ملګري چې ډیر پخواه یې راته لیکلي وو چې زما  نشر شوی مطالب په فیسبوک کې ورته ډیر په زړه پوري دي ،اوډیر خوند تری اخلی، ده لیکلي وو، چې د شرایطو له وجهی نشم کولای چې د خوښی علامت لایک او په اصطلاح کمنټ  ورباندی ولیکم ، چې دلته شرایط انسانی نه دي او لیکلي وو، چې مطالب دي تعلیمی، تربیوی، اخلاقی، تصوفی ، فلسفی، اصلاحی آو علم او معرفت ته په هڅونې کې دي.

ما د ۲۰۱۸ کال د نوي کال یوه خاطره چې د فیسبوک ادارې رالیږلي وه، او په ۲۴ د مارچ د کلیفرنیا په فریمانت کې چې د وتلي او نامتو شاعر عبدالباری جهانی سره مو عکسونه اخیستي وو ، د فیسبوک ادارې په خاطرو کې رالیږلې وه ، چې ما همشریکانو سره شریکه کړه ، زما همدغه صاحبدل ملګري له افغانستانه څخه چې تصویر او زما لیکنه یې کاپی کړی او ما ته یې په میسینجر کې رالیږلي، یوه جمله ای له افغانستانه لیکلي، چې د یو لوی دیوان په اندازه خبری یې رسولي ، دا چې زمونږ ژوند یې دلته لیدلی چې انسانی ژوند او آرامه ژوند دی او په ادب او نزاکت کې دی نو لیکلي یې دي :(څو نه خوند کوی چې سړی د انسانانو په مینځ کې وي) بس همدومره زما زړه پرې ډیر ودردیده ورته می ولیکل مننه قدردانه چې یوه جمله دي لیکلې خو یو دیوان خبری دي ترمونږه رسولی ، ښه ژوند درته غواړم ، ما ستا د دي یوې جملي نه ستا د زړه درد او د زړه آواز واوریده په دي جمله کې زمونږ د واکدارانو له پاره ښه پیغام لري که دوی د عبرت شنوا او اوریدونکي ،غوږونه درلودلای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.