ادبی ټوټه

نظیفه دفتانی

849

ډېره موده کېږي چې لمر ندی راختلی، او نه مو د هغه وړانګې لیدلي دی.
ايا څوک شته چې سپوږمۍ راوغواړي او يا مرور لمر را پخلا کړي؟!

ډېره موده وشوه چې موسکا او خندا د هرچا له مخونو او کورونو څخه ورک شوي دي.
ایا څوک خبر دي چې هغه چیرته ده، او ولی له مونږه خفه شوی ده ؟

له ډېرې مودې راهیسې زما په باغ کې ګلونه او ونې تږې پاته دي، ځینې رانه وچ شول او ځینې رانه مړه او بی حاله شول.
ایا کوم بزګر پیژنئ چې راشي او د هغو ساتنه وکړي؟!

ډېره موده وشوه چې نور د احمدشاه ابدالي، میرویس نیکه او نورو میړانو د ژوند او اتلوليو په کیسو ستړی شوی یم.
ایا څوک شته چې ماته د هغوی د کور پته راکړي؟

ډېره موده وشوه چې زموږ کلي ته هماغه خوږ غږي مارغان ندی راغلې.
ایا څوک پیژنئ چې هغوي راوغواړی او خبر یې کړی چې پسرلی راغلی او راشئ؟!

ډېره موده وشوه چې زه خپلو هيلو ته له ډیره انتظاره ستړی شوی یم.
ایا څوک پوهیږي چې د علاءالدین څراغ چیرته دی؟!

ډېره موده کیږي چې د هیڅ کار توان نه لرم، او بی لامله خفګان لرم.
ایا څوک کوم ښه ملا پیژنی چې ما له دي کوډو خلاص کړي؟!

ډېره موده کیږي چې نمې دي لیدلي.
څوک شته تر څو له شاهینه ماته د هغه وزرونه راپور کړي؟!

له ډېرې مودې راهیسې له ویرونکو خوبونو ستړی شوی یم، هر ځل چې ګورم د زړه ټکان مې ډیریږي او زما له تنه سکون اخلي.
ایا داسې څوک پېژنئ چې خواږه خوبونه وپلوري؟!

ډېره موده کیږی چې د ښو ورځو په انتظار کې راته بی صبري راځي.
ایا امکان لري چې یعقوب ماته د خپل صبر لږه برخه راکړي؟!

6/9/2024

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.