زیلنسکي اوکراینیان یوې اوږدې جګړې ته اماده کوي

605

زیلنسکي اوکراینیان یوې اوږدې جګړې ته اماده کوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خپل ولس پر دغه هيواد د روسيې يرغل ته په کتو سره، یوې اوږدې جګړې ته اماده کوي. په ورته وخت کې په آلمان کې د اوکراین سفیر بیا وایي چې په ناټو کې د اوکراین ادغام د اټومي جنګ خطر کموي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د چهارشنبې ورځې په مادزیګر (د می میاشتې ۱۸ نیټه) په خپله ویډیوي وینا کې د روسیې له خوا د اوکراین په سویل کې د اشغال شوو سیمو خلکو ته امیدواري ورکړه چې اوکراین به دغه سیمې بیرته آزادې کړي.

زیلنسکي وویل: «خرسون، ملیتوپل، بردیانسک، انرودار، ماریوپول او زموږ ټول هغه ښارونه او ناحیې چې تر اشغال لاندې دي باید په دې پوه شي چې دا به بیرته اوکراین ته را وګرځول شي. خو دا چې دا به څومره وخت ونیسي دا د جګړې د ډګر په وضعیت پورې اړه پیدا کوي.»

په همدې ترڅ کې هغه د ۹۰ نورو ورځو له پاره یعنې د اګست میاشتې تر ۲۳ نیټې پورې د پوځي حکومت او عمومي بسیج مودې غځولو اعلان وکړ. یوه ورځ وروسته تر دې اوکراین په دودیز ډول د خپلې خپلواکۍ ملي ورځ لمانځي.

زیلنسکي وویل: «زموږ پوځ او ټول هغه کسان چې له خپل هیواد څخه دفاع کوي باید ټول قانوني ابزار ولري چې د اقدام کولو له پاره په ارامۍ سره عمل وکړي.»

د زیلنسکي سلاکار الکسي آرستویچ هم تر نورو ۹۰ ورځو پورې د نظامي حکومت د مودې غځول توجیه کړل. آرستویچ د اوکراین په دولتي تلویزون کې وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا پیل شوې جګړه به تر مني پورې دوام وکړي.

نوموړي وویل: «یوازې د ۳۰ ورځو له پاره د پوځي حکومت غځول به، لکه تر اوسه پورې چې هر وار همداسې کیدل، ولس ته د غلطې امیدوارۍ ورکول یا د هغوی د خطا ایستلو په معنی وي. په جګړه کې له ولس سره ريښتنی او صادقانه ارتباط مهم وي.»

د نظامي حکومت قانون د مودې غځولو قانوني مسوده باید په کیف کې د پارلمان د استازو له خوا تائید شي.

«که اوکراين د ناټو برخه شي، د اټومي جګړې خطر کمیږي»
په آلمان کې د اوکراین سفیر آندری ملنیک له «فونکه میډیا» رسنیزې ډلې سره په یوه مرکه کې ويلي دي چې که اوکراین د ناټو یوه برخه شي، د اټومي جنګ خطر کمیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې هیواد یي د ناټو په دفاعي تړون کې د اوکراین د غړيتوب بهیر د ګړندې کولو غوښتونکی دی او دا کار کیدای شي په هم هغه سرعت سره چې د فنلنډ او سویډن په هکله صورت نیسي د اوکراین په هکله دې هم ترسره شي. د ملنیک په وینا، په ناټو کې د اوکراین چټک ادغام «یوازې یوې بشپړې سیاسې پریکړې ته اړتیا لري.»

نوموړي ټینګار وکړ په هغه صورت کې چې اوکراین د ناټو غړی شي، د اټومي برید خطر کمیږي، ځکه په دې توګه پوتین پوهیږي چې که اوکراین د اټومي وسلو په وسیله په نخښه کړای شي، روسیه باید په غبرګون کې پر یوه غچ اخیستونکي برید حساب وکړي او همدا ټکې پوتین له حملې کولو څخه منع کوي.

ترکیه په دغه پوځي تړون کې د فنلنډ او سویډن د ورګډیدو مخالفت کوي. ترکیه وایي چې دغه هیوادونه د انقرې مخالف وسله والو ډلو ته پناه ورکوي.

په ورته وخت کې امریکا هیله مندي ښودلې ده چې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د شاملیدو پر سر به له ترکیې سره یوې موافقې ته ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.