د شانګهای همکارۍ سازمان(SCO)

ليکوال: جلال الدين شينواری 

774
Shanghai cooperation organisation
د شانګهای همکارۍ سازمان يو سيمه ايز سازمان دی، په ۱۹۹۶ کال کې د چین په شانګهای ايالت کې د سيمې د پنځه هېوادونو(چين، روسيې، تاجيکستان،قرغیزستان او قزاقستان) له لوري، د يادو هېوادونو تر منځ د مرزي ستونزو د حل او اعتماد رامنځته کولو په موخه د (په مرزي سيمو کې د نظامي اعتماد ډېروالي) تړون لاسليک شو چې په دې توګه د (شانګهای ۵) سازمان رامنځته شو.
خو کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د دغه سازمان شپږمه غونډه په شانګهای کې وشوه او د ازبکستان هېواد له دغه سازمان سره يوځای شو نو د شانګهای همکارۍ سازمان د شتون اعلان وکړ‌. اوس مهال اته هېوادونه( چين، روسيه، هندوستان، پاکستان، تاجيکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغيزستان) د دغه سازمان دايمي غړیتوب لري او څلور هېوادونه ( افغانستان، ايران، منګوليا او بیلاروس) يې ناظر يا څارونکي غړي دي.
د سيمې د هېوادونو امنيتي اندېښنې، د تروريزم او بېلتون غوښتنې پراختيا، د مخدره توکو کرکېله او قاچاق چې ځينو له دغو پديدو له سيمې څخه بهر رېښې لرلې او د غربي هېوادونو له لوري په سیمه کې د خپل نفوذ د ډېروالي تحرکات بلل کېدل هغه مهم لاملونه دي چې چين او روسيه يې د سيمې له نورو هېوادونو سره يوځای د نوموړو ګواښونو د مخنيوي لپاره مرستې او همکارۍ ته وهڅول. د وخت په تېرېدو سره په دغه سازمان کې د امنيتي مسايلو تر څنګ نورو برخو لکه اقتصادي او فرهنګي مسايلو ته هم پاملرنه وشوه.
د شانګهای همکارۍ سازمان د خپلې ځمکنۍ پراختيا او د غړو هېوادونو د وګړو د ډېروالي له امله نن ورځ د نړۍ يو له مهمو او لويو سازمانونو څخه شمېرل کېږي.
افغانستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې د دغه سازمان په ټولو ناستو کې د مېلمه او ناظر غړي په توګه حضور لرلی، په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د دغه سازمان د ناظر غړي په توګه و منل شو او په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان په نوموړي سازمان کې د دايمي غړيتوب غوښتنه کړې خو تراوسه نه ده منل شوې.
روسي او چينايي ژبې د دغه سازمان رسمي ژبې دي. د شانګهای سازمان د اساسنامې له مخې نوموړی سازمان د لاندې موخو او آرونو(اصولو) پر بنسټ جوړ شوی او فعاليت کوي.
د شانګهای سازمان موخې:
1- د غړو هېوادونو تر منځ دوستانه اړيکې او د متقابل اعتماد غښتلتيا
2- په سياسي، اقتصادي او سوداګريزو، علومو او ټيکنالوجۍ، کلتور، زدکړو، لېږد را لېږد او نورو مسايلو کې د غړو هېوادونو تر منځ د اغېزمنې همکارۍ پراختيا
3- په سيمه کې د امنيت سولې او ثبات په برخه کې ګډه همکاري
4- د ولسواکۍ، عدالت او عقلانيت پر بنسټ د يوه نوي اقتصادي او سياسي نظم له رامنځته کیدو څخه ملاتړ
د شانګهای سازمان آرونه(اصول):
1- د ملګرو ملتونو د منشور له اوصولو څخه تبعيت
2- د نورو هېوادونو خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی
3- د نورو په کورنيو چارو کې نه مداخله او له زور څخه کار نه اخيستل
4- د ټولو غړو هېوادونو تر منځ مساوات
5- د خبرو اترو او مشورو له لارې د ټولو مسلو حل کول
6- د نورو هېوادونو او سازمانونو په مقابل کې اقدام نه کول
7- د نړۍ هېوادونو ته د پرانيستو دروازو سياست او له هغوی سره هر ډول خبرو اترو، همکاريو او مبادلاتو ته تمايل
د شانګهای سازمان د ګڼو رکنونو لرونکی دی لکه: د دولتونو د مشرانو شورا، د حکومتونو د مشرانو شورا، د‌بهرنيو چارو د وزيرانو شورا، د ورانکارۍ ضد سیمه ايز بنسټ او دارالانشاء.
دارالانشاء يا سکرټريټ د دغه سازمان تر ټول مهم اجرايي او اداري ارګان دی چې دايمي فعاليت لري او مقر يې د چين هېواد په پکن ښار کې دی.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.