د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟

994

هغه بمونه او وسلې چې په افغانستان کې د وسله والو او امریکایي ځواکونو له لورې په جګړه کې کارول کېدلې، د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته یې لاره پیدا کړې ده. داسې اندېښنې دي چې دغه وسلې به په یاده سیمه کې اورپکي پیاوړې کړي.

Indien Kashmir Anschlag Srinagar Soldaten

د هند د ملي څیړنو اداره په دې اړه څېړنه کوي، چې د جمعې په ورځ په کشمیر کې وسله والو یو مقناطیسي بم د زیارت کوونکو پر یوه لیږدونکي بس وچاودلو چې په دې برید کې څلور کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

د جمو او کشمیر د آزادۍ جنګیالیو یوې ډلې چې لږه پیژندل شوې ډله ده، د دغه برید مسؤلیت پر خپله غاړه واخیست او ويې ويل چې په دغه بس کې یې یو مقناطیسي بم ځای پرځای کړی وو.

دغه بمونه کولی شي په موټر پسې ونښلول شي او له لېرې چاودنه ورکړل شي.

د مقناطیسي بم کارونه د کشمیري وسله والو له لورې یو نسبتاً نوی تکتیک دی. د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کې هندي ځواکونو لسګونه دغه رقم بمونه په کشمیر کې کشف او نیولي ول.

دغه شان بمونه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر خلاف وسله والو ډلو کارول. هندي امنیتي چارواکي وایي چې په کشمیر کې د دغو بمونو شتون او تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.

د هند د پوځ چارواکي وایي چې ډېري وسلې یې پیدا کړې دي چې امریکایي نښانونه لري.

Kabul | Militärparade Taliban - US Waffen

آرشیف انځور: له افغانستان څخه د ناټو او بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو عصري وسلو ته لاس رسی پیدا کړ

د پاکستان له شمال سره د افغانستان سرحد د هند تر کنترول لاندې کشمیر ته نږدې دی او جنګیالي په اسانۍ سره کولای سي چې هغي سیمي ته تيرشي.

په کشمیر کې د ناټو وسلې

وروسته له هغې چې تېر کال ناټو ځواکونه له جنګ ځپلي افغانستان څخه ووتل، هندي ځواکونو ام ۴ کارباین د امریکا ساخت ټوپک له څو بهرنیو جنګیالیو چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وژل شوې ول، ترلاسه کړې.

یو شمېر ویډیوګانې چې نشر شوي پکې ښودل کیږي چې له ځينو وسله وال سره اتومات ټوپکونه، ام ۲۴۹، ۵۰۹ تاکتیکي ټوپکونه، ام ۱۹۱۱ توفانچې او ام ۴ کارابین ټوپکونه ور سره دي. دغه راز په کشمیر کې ۱۲ ایريديوم تيلفونونه موندل شوې دي چې په وای فای مجهز دي او له جنګیالیو سره مرسته کوي چی له امنیتي چیک ځایونو تېر شي او په ځانګړي توګه د شپې په اوږدو کې ورته لاره اسانوي. له دغو وسلو امریکایي ځواکونو په افغانستان کې کار اخيست.

په فبروري میاشت کې د هند پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي جنرال اجای چندپوریا اعتراف وکړ، چې د امریکا ساخت پرمختللي وسلې له افغانستان کشمیر ته رسیدلې دي.

هندي رسنیو د چندرپوریا څرګندونې راخیستي چې ویلې یې دي: «هغه وسلې او تجهيزات چې لاس ته مي راغلي، متوجه شوم چې پرمختللي وسلې دي، هغه تجهیزات چې د شپې پرمهال د لیدو وړتیا لري او امریکایانو په افغانستان کې پریښودې، اوس یې دغه خوا ته لاره پیدا کړې ده.»

هغه زیاتوي: «ځینې دغه وسلې د کنترول پر کرښي (د کشمير په امتداد کې د هند او پاکستان سرحد) بريدونو پرمهال کشف شوې دي.»

د افغانستان ناکرارۍ په کشمیر کې پر جنګیالیو څه اغېز کوي؟

یوه لوړ پوړي چارواکي دویچه ویله ته وویل چې په کشمیر کې د امریکایي وسلو زیاتیدل څېړل کيږي.

هغه وویل: «د کابل سقوط د سیمې پر امنیت په ځانګړې توګه د کشمیر پر امنیت ځانګړي اغېز لري. په ۱۹۸۰م کال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو تر وتلو وروسته کشمیر ته د افغان جنګیالیو د ورتګ شاهد وو او ممکنه ده چې بیا یې شاهدان اوسو، خو د هند پوځ د مقابلې له پاره چمتو دی.»

په ۱۹۹۰ لسیزه کې شاوخوا ۱۰۰۰ جنګیالي د هندي ځواکونو له لوري ووژل شول او په سلګونه کسان ونیول شول چې زیاتره یې افغانان او پاکستانیان ول، خو د منځنۍ اسیا او افریکا جنګیاليو هم د هغوی ترمنځ شتون درلود.

د کشمیر چارواکي وایي، چې اوس په کشمیر کې فعال نږدې پنځوس په سلو کې جنګیالي ځایي خلک نه دي، خو د کشمیر بیلتون غوښتونکي ادعا کوي، چې د هند په مقابل کې د دوی تحریک ځایي دی.

Afghanistan Kabul Bombenanschlag

آرشیف انځور: په وروستیو کلونو کې طالبانو زیات مقناطیسي بمونه کارول

په کشمیر کې د بهرنیو جنګیالیو زیاتیدو په سیمه کې د نوي ډهلي پلوه سیاستوالو او هندو لږکیو باندې د ډېرو بریدونو وېره راپورته کړې ده.

د استنفورد پوهنتون د آسیا – پاسیفیک څیړنیز مرکز امنیتي کارپوه ارزان تاراپور دویچه ویله ته وویل، هغه وسلې چې له افغانستان سره تړاو لري او د بهرنیو جنګیالیو شتون د تاوتریخوالي ممکنه بریدونو د زیاتوالي په معنی نه دي.

هغه وویل:«دغه کوچنۍ وسلې په کشمیر کې د هیڅ ډول اورپکۍ زیاتوالی نه ښیي.»

خو وسله وال زورزياتی د زیاتیدو په حال کې دی. هند او پاکستان دواړه د کشمیر دعوا لري او له دواړو هيوادونو هر یو یې پر خپلو برخو حکومت کوي.

د می مياشتي پر ۱۳مه، وسله والو د هندي کشمير ټولنې يو حکومتي چارواکی راهول بهټ په خپله سیمه بډګام کې په خپل دفتر کې وواژه. د نوموړي په وژنه کې ښکېل دوه وسله وال وروسته په شمالي کشمیر کې ووژل شول. چارواکو وویل، چې دا بهرني جنګیالي وو خو د هغوی هویت یې په ډاګه نه کړ.

تاراپور وایي چې له افغانستان څخه کشمیر ته د «باتجريبه جنګياليو» تګ، په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو پایله ده.

هغه په همدې حال کې وویل، د هند امنیتي ځواکونه باید په کشمیر کې د بدلیدونکو ځواکونو سره مقابله وکړي چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو له وتلو سره هیڅ تړاو نه لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.