له خوب نه مخکې دا کارونه ترسره کړئ

وصی ابهام

984

له خوب نه مخکې دا کارونه ترسره کړئ

لاندې کارونه چې مونږ يې درته وړاندې کوو، نه يوازې ستاسو د خوب ستونزې له منځه وړي او ارامتيا در کوي بلکې ګډ ژوند مو هم ښکلی کوي.

۱- د يو بل سره خبرې وکړئ!

د خوب مخکې باید له يو بل سره د زړه له تله خبرې وکړئ. په خبرو کې باید دروغ نه وي، مهرباني زیاته وي، په مينه يو بل ته غوږ شئ، د يو بل د ښو کارونو ستاینه وکړئ، د اندیښنو د حل لپاره ډاډ ورکړئ او هڅه وکړئ، چې کوم بې

ځایه بحث درڅخه ونه شي.

۲- ماشومان د خوب خونې ته مه پریږدئ!

له خوب څخه مخکې ماشومان له خپلې خونې جلا او د خوب لپاره ورته ارامه فضاء مساعده کړئ یا ترهغې مه ویدیږئ، چې واړه ماشومان مو آرام ویده کړي نه وي او لوی ماشومان مو ویده شوي او خپلو کوټو ته نه وي تللي.

 ۳- په یوه وخت بسترې ته لاړشئ

د خوب بسترې ته یو بل نه مخکې مه ځئ. که بل لوری مو په پوره توګه له خپلو کارونو څخه فارغه شوې نه وي، یا به ستاسې لپاره په نارامه

ذهن بسترې ته راځي او یا به ستاسې خوا ځنې بدیږي؛ نو غوره ده چې په مشوره او له کارونو د فراغت تر ډاډ اخیستو وروسته په یوه وخت د خوب بسترې ته لاړشئ.

۴- غېږ په غېږ کیدل او ښکلول

د ګډ ژوند د ارامه او خوندور خوب یو راز دا دی، چې د ژوند ملګري سره غېږ په غېږ شئ او یوبل ښکل کړئ. دا کار د ورځې په پای کې كور ته تګ سره هم خپل عادت وګرځوئ.

۵- د موبایل غږ بند کړئ!

که غواړئ د ګډ ژوند او خاصتاً د شپې لخوا له وخت تېرولو سم خوند واخلئ، د موبایل له مزاحمته ځان خلاص کړئ. د ګډ ژوند د اصولو له مخې هیڅوک دومره مهم نه دی، چې د هغوی لپاره دې تاسې له ستړې ورځې وروسته د آرام

لپاره پيدا شوې شپه په ستونزو کړئ. د موبایل ترڅنګ د تلویزون د غږ له مزاحمت او نورو مزاحمتونو هم ځان خلاص کړئ.

۶- ماساژ مه هېروئ

که ستړي یئ که نه، خو ښه ده چې یو بل ماساژ او چاپي کړئ. په امریکا کې د اوسنيو څېړنو په پايله کې دا څرګنده شوې ده، چې له خوب نه مخکې ماساژ د عصبي سیستم د ارامولو او پياوړتیا لپاره ګټه لري؛ نو تاسې دا کار مه هېروئ، او یو بل په پوره مينه ماساژ کړئ.

۷- ستغې خبرې مه کوئ

که د بحث لپاره توندې او ستغې خبرې لرئ او مجبور یاست، چې حتماً یې وکړئ؛ نو د کولو لپاره یې له خوب نه مخکې وخت مه ټاکئ. خپلې ګیلې مانې بل وخت ته پریږدئ، یا کیدای شي په ځنډ سره یې بیخي د مطرح کولو ضرورت ختم شي، چې دا به ټولو نه بهتره وي.

۸- کار هېرکړئ

ځينې د خوب پر وخت هم د کار په فکر کې وي، یا یې سر ته کتاب، کمپیوټر یا بل څه د کار لپاره ایښي وي، یا یې دا فکر وي، چې سباني کارونه به څنګه سرته رسوي؟ دا په ګډ ژوند کې له بدو عادتونو څخه دي، چې د مقابل لوري حق ورسره خوړل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.