نړېوال بانک د افغانستان روغتیايي برخې سره ۱۵۰ میلیون ډالره مرسته وکړه

455

نړېوال بانک د افغانستان روغتیايي برخې سره ۱۵۰ میلیون ډالره مرسته وکړه

نړېوال بانک له افغانستان سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې چې په دغه هېواد کې د روغتیايي سیسټم د لا شړېدو مخه پرې ونیسي. په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته د روغتیا نړېوال سازمان په دغه هېواد کې پر روغتیايي سیسټم اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې د له منځه تلو په حال کې دی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه پیسې به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې ولګول شي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وايي، “دغه پیسې به په ۳۴ ولایتونو کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې ولګول شي، چې په کې روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو او روزنې ورکول، د درملو او طبي وسایلو برابرول، له ساري ناروغیو سره د مبارزې او د روغتیايي خدمتونو د څارنې د پیاوړتیا برخې پکې شاملې دي”.

د یادولو ده چې د دغو مرستو ژمنه د روان میلادي‌ کال په فبرورۍ میاشت کې په جنېوا کنفرانس کې شوې وه.‌

د جینوا په ناسته کې د جرمني، بریتانیا، سویس، سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان استازو ګډون کړی و.

د دغو هیوادونو له ډلې یوازې سویس څه موده مخکې اعلان وکړ چې له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې لس میلونه ډالر مرسته کوي.

سره له دې چې په افغانستان کې نسبي امنیت ته ځينې خلک خوښ ښکاري خو دغه هېواد ته یو شمېر ورپېښې ننګونې لا نورې لویې شوې دي او د خلکو ژوند یې تر جګړې پرته هم له ګواښ او ستونزو سره مخ کړی دی. یوه له دغو ننګونو یې په افغانستان کې مخ پر ځوړ او شړېدو ته نژدې روغتیايي سیسټم دی چې خلک یې له کبله له کړاو سره مخ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.