کرزی: پاکستان د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ افغان کډوال بنديان کړي

616

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبه د لړم ۱۶مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ افغان کډوال نيولي او بنديان کړي يې دي.

حامد کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت دغه چلن خواشینونکی بللی او له دغه هېواد يې غوښتي چې له افغان کډوالو سره د نړيوالو بشري حقونو او د کډوالۍ له اصولو سره سم چلن وکړي.

پخواني ولسمشر همداراز له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ملاتړ بنسټونو غوښتنه کړې چې پاکستان کې د افغان کډوالو له حقونو دفاع وکړي او د ژوند ښه والي لپاره ورته غوره شرايط برابر کړي.

په ورته مهال د ټولنيز رسنيو يوشمېر کارونکو هم په سپين بولدک او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني سرتېرو د ناوړه چلن په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.