په کابل او مزار شریف کې چاودنې

456

دعوت مېدیا ۲۴(ش،ګ،ل): په کابل او مزار شریف کې چاودنې په مزار شریف کې د پرله پسې چاودنو پخلی شوی. شاهدان وایي چې دا چاودنې ټپي او مرګ ژوبلې لري؛ خو لا تر اوسه یې کره شمیر او د چاودنې بڼه نه دی ښودل شوی. یو فلاینکوج ډوله موټر د دې برید موخه وه.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې ویدیو له مخې داسې ښکاري چې له موټر څخه یوازې درې تنه ژوندي وتلي او نور ټول شهیدان شوي دي. له بلخ سره کابل ښار هم نن درنې چاودنې ولړزاوه. ویل کېږي یاده چاودنه د کابل ښار ترافیک څلور لارې په جومات کې شوې ده، چې لا تر اوسه یې د مرګ ژوبلې او ټپیان په هکله کره معلومات نشته.

ځایي اوسیدونکي د دعوت میډیا ۲۴ سره په مرکه کې ویلي چې یاد جومات کې به له سلو تنو ډیر د جماعت لمانځه لپاره راتلل او اوس یې هم بیشمېره شهیدان او زخمیان روغتون ته لیږدولي. لاتر اوسه د وژل شو او ټپیانو کره شمېره نه ده معلومه. طالب چارواکی نه خپله ريشتیني معلومات له رسنیو سره شریکوي او نه خبریالان پریږدي چې کره معلومات تر لاسه کړي.

د ناتائید شوو راپورونو له مخې په کابل کې پنځه تنه مړه او شل ټپیان او په مزارشریف کې ۹ مړه او شل ټپیان شوي دي. او کیدای شي د وخت په تیریدو د مړو او ټپیانو شمېره لا زیاته شي.

 په مزار کې د نننۍ درې چاودنو او د کابل د چاودنې مسوولیت تر دې دمه کومه ډله نه ده منلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.