د مېرمنو پر وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلئ

لیکنه: مستوره محمدي

752

د خوشحاله اوهوسا ژوند لرل د انسان د لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. د دې لپاره چې په خپل ژوند کې هوسا واوسئ، نو مهمه خبره دا ده چې یو بل وزغمئ، یو بل ته درناوی او د قدر په سترګه وګورئ. که چېرې زغم او ځان تېرېدنې ته یو بنیادي اصل په سترګه وکتل شي، نو داسې کومه ستونزه او ربړه نه پاتې کېږي، چې حل او هواره نشي.

په افغاني ټولنه کې اکثره نارینه په خپلو کورونو کې ډېکټاټورانه چلند نه ګټه اخلي؛ ځکه نارینه دا خپل حق او ځانونه تر نورو زړور ګڼي، خو په اصل کې تر ټولو زړور انسان هغه دی، چې زغم ولري. په کورونو کې دغه ډول چلند نه یواځې دا چې د کورنیو د غړو سره یې اړیکې خرابوي، بلکې د هغوی د درناوي او مینې څخه بې برخې کېږي. لکه څنګه چې مېرمنې د خپلو خاوندانو د جدیت یا غوسې په وخت کې حوصله کوي. او زغم څخه کار اخلي، نو نارینه باید په دې برخه کې تر ښځو څو ګامه مخکې واوسي. تر څو یوه هوسا، نېکمرغه او خوشحاله کورنۍ او ژوند ولري. د اسلام په تاریخ کې راځي،  چې (یو صحابي مېرمن شور او غالمغال کاوه. په شکایت سره د حضرت عمر(رض) کورته لاړ ترڅو دروازه وټکوي، چې د حضرت عمر(رض) د شور غږ یې واوریده، دروازه یې ونه ټکوله او بېرته روان شو. په دې وخت کې حضرت عمر(رض) له کوره را بهر شو، چې مېرمن یې غلې شي. کله چې رابهر شو، نو صحابي یې ولیده پوښتنه یې ترې وکړه له ماسره دې کار درلود؟ سړی وویل: ستونزه مې حل شوه. کله،  چې د امیر المومنین حال دا ډول وي، نو زما لپاره څه کار کولی شي؟ حضرت عمر(رض)وویل: هغې زه زغملی یم د اولاد پالنه یې راته کړې ده، جامې یې راته مینځلي، کور یې راته صفا کړی او زما په وړاندې تل زغمناکه ده که یو ځلې یې غږ پورته کړ وې نه زغمم!؟)

تاسې فکر کوئ چې یوازې تاسې ستونزې لرئ، خو داسې نه ده هر څوک په یو ډول نه یو ډول ستونزې لري، نو مهمه خبره دا ده چې یو بل وزغمئ؛ ځکه همدا مېرمنې دي، چې دې ستونزمن ژوند ته یې قدر او منزلت ورکړی، که نه نو ژوند به د زغم وړ نه وو ځکه د هر بریالي نارینه تر شا یوه ښځینه شتون لري.

« هغه لاس چې زانګو زنګوي، هغه جهان زنګوي.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.