هغوی چې کتاب نه لولي، دغه نیمگړتیاوې لري

692

هغوی چې کتاب نه لولي، دغه نیمگړتیاوې لري!

ایا پوهېږئ چې په کتاب نه لوستلو ځانته څومره زیان رسوئ؟ تاسو باید له کتاب سره ځانونه روږدي کړئ او په هر حالت کې کتاب ولولئ. هغوی چې کتاب نه لولي دغه نیمگړتیاوې لري:

1. ډېر په اسانه تر تاثیر لاندې راځي.

2. تل تکراري خبرې کوي.

3. د خبرو ساحه یې ډېره محدوده وي.

4. ځان نه شي پېژندلی.

5. ډېر بې ځایه سوچونه او اندېښنې کوي.

6. د هغوی د ذهن د پوهې برخه کمزوري وي.

7. د فساد ریښه په کې پیاوړي کېږي.

8. د عقل ځواک یې پیاوړی نه وي.

9. خپلې خبرې نه شي کنټرولولی.

10. د نورو خبرو ته غوږ نه شي نیولی.

11. د اوازو (شایعاتو) منلو ته لېواله وي.

12. د انسانانو د توپیرونو په اهمیت نه شي پوهېدلی.

13. مغز یې خام وي.

14. د دوی د یاد داښت کچه په چټکۍ سره کمېږي.

15. د فکر کولو فرصت له لاسه ورکوي.

16. دوی د زورواکۍ د دوام لپاره زمینه برابروي.

17. ډېر بې ځایه خبرې کوي.

18. ژر غوسه کېږي.

19. د خپل ځان او نورو حقوق نه شي پېژندلی.

20. د خپل شخصیت او فکر جوړولو احساس ورسره نه وي.

21. په هر څه کې خپل نظر ورکوي.

د پوهاوي خبره!

څېړنو ښودلي ده، هغه خلک چې په کتاب لوستلو روږدي دي، فزیکي تمرین هم ډېر خوښوي او د هغو کسانو په پرتله ژوند ته ډېر لېواله وي چې خپل خالي وخت په نورو چارو تېروي. او د دې ترڅنگ لوستونکي له غوره روغتیایي وضعیت څخه برخمن وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.