هغه کسان چې مطالعه کوي تر نورو به یې عمر زيات وي

707

هغه کسان چې مطالعه کوي تر نورو به یې عمر زيات وي!

د Yale  پوهنتون څېړونکو په خپل نوي تحقيق کې جوته کړې ده ، هغه کسان چې کتابونه لولي په عمومي ډول له نورو ۲ کاله ډېر عمر کوي، څېړونکو په دې څېړنه کې له ۳۶۳۵ کسانو څخه چې عمرونه يې له ۵۰ کلونو اوښتي وو، د کتاب لوستنې د عادتونو په باره کې وپوښتل،  او دوی يې د مطالعې په برخه کې تر هر اړخيزې څېړنې لاندې ونيول .او بيا یې ګډونوال  په دريو برخو وويشل: لومړی ډله چې کتاب نه لولي، دويمه ډله چې په ورځني ډول ۳۰ دقيقې کتاب لولي، او درېیمه ډله چې په اوونۍ کې دری نيم ساعته مطالعه کوي.

څېړنو وښودله هغه کسان چې دری نيم ساعته کتب لولي  په يوه ۱۲ کلن عمر کې  ۲۳ فيصده کم له نورو دوو ډلو څخه چې لږ کتاب لولي مړه شوي وو.

څېړونکي وايي: د ورځپاڼو، مجلو، او خپرونو لوستل د عمر له اوږدوالي سره تړاو لري  او د رومانونو له لوستلو سره  د ماغو د تحريک، تقويې، منطق او برداشت برخه قوي کېږي.

دوی زياتوي چې تعليم يافته  او شتنمې مېرمنې تر نورو ډېر د کتاب لوستلو شوقيانې دي.

ددې څېړنې مشر پروفيسر او د ېلي پوهنتون استاد Avni Bavishiوايي هغه کسان چې روزانه له نيم ساعت ډېره مطالعه کوي د دوی په ژوند به مطالعه جوته، ژوره او ښه اغېزه وکړي.

ياده دې وي چې دا څېړنه د جنس، روغتيا ، زده کړو او شتمنۍ پربنسټ نه ده شوې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.