په اروپا کي د بیزو تڼاکي ناروغۍ ۱۹۰ پیښي ثبت سوي

713

پرافریقا سربیره د بیزو تڼاکي په نوم ناروغۍ پيښي په ۱۹ هیوادونو کي تائيد سوي .د دغو پيښو ډېري یې هغه نارینه ځوانان دي چي له بیلابیلو نارینه وو سره یې جنسي اړیکي درلودې. آیا د دغي ناروغۍ پرضد واکسین د ټولو له پاره ضرور دی؟

Symbolbild Affenpocken

د بیزو تڼاکي په نوم ناروغۍ په اړه لاهم خبرونه ورکول کیږي. وروستي رپوټونه ښيی چي دغي ناروغۍ له افریقايي هیوادونو څخه اروپا، امریکا، کاناډا، آسترالیا، اسرایلو او د متحده عربي اماراتو ته هم لار پیدا کړې ده.

د اروپايي ټولني د صحي بڼسټ په حواله تراوسه پوري له افریقا څخه دباندي د دغي ناروغۍ تر ۲۰۰ زیاتي پیښي تائيد سوي دي. د ساري ناروغیو په وړاندي د اروپايي ټولني ادارې اعلان کړی دی چي په هغو ۱۹ هیوادونو کي چي په عادي ډول پکښي دغه ناروغي شیوع نه کوي، حداقل یوه پیښه تائيد سوې ده.

د نوموړي ادارې په حواله ډېر ناروغان هغه نارینه دي چي له بیلابیلو نارینه وو سره یې جنسي اړیکي درلودې.

د جرمني د روغتیا وزیر په دې اړه ویلي دي چي د اروپايي ټولني د ادارې دغه وړاندي سوي ارقام باید د تبعیض په شکل د هم جنسبازانو د تحقیر او د هغوی د سرکوبه کولو له پاره کومه بهانه ونه ګرځي. بلکي د یوه زیګنال په توګه باید د هغې په مقابل کي لازیاته آمادګي ونیول سي.

Illustration Pockenvirus

هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چي د بیزو تڼاکي ناروغي کیدای سي پرته له جنسیت څخه ټولو انسانانو ته انتقال سي. دغه ناروغي تر ټولو د مخه د کوچنیانو له پاره خطرناکه ده. خو تر اوسه يې د مړیني د کومي پیښي په هکله رپوټ نه دی ورکړل سوی.

پر ۱۱ افریقايي هیوادونو سربیره د اروپا په درو هیوادونو انګلستان کي ۷۱ پیښي، اسپانيا کي ۵۱ پیښي او پرتګال کي ۳۷ پیښي تائيد سوي دي.

خو اوس پوښتنه داده چي آیا د بیزو تڼاکي په نامه ناروغۍ په وړاندي واکسین د ټولو له پاره ضروري دی؟

د کارپوهانو په حواله د نوموړي ناروغۍ د مخنیوي له پاره کیدای سي له واکسین څخه کار واخیستل سي. دغه واکسین په اوس وخت کي یوازي د هغو کسانو له پاره توصیه کیږي چي له ګواښ سره مخامخ دي. په دې کي په خطرناکو سیمو کي هغه صحي کاروکوونکي شاملیږي چي له دغه ډول ناروغانو سره په تماس کي دي.

د امریکا د ګرمسیرو سیمو د طبابت او روغتیا بڼسټ مشر، دانیل باوش په دې باور دی چي هغه ویروسونه چي د تڼاکي او د بیزو تڼاکي سبب کیږي، له یوې کورنۍ او د بیولوژیکي نظره بیخي سره ورته دي.

هغه وویل: »تڼاکي ناروغي په ۱۹۸۰م کال کي له منځه ولاړه او د بیزو تڼاکي یوه نادره ناروغي ده چي یوازي په پاشلي ډول د نړۍ په ځینو سیمو کي لیدل سوې ده. له همدې کبله له تاریخي پلوه د هغه په وړاندي د نوي واکسین جوړولو له پاره کومه انګیزه وجود نه لري.«

خو د Jynneos په نوم واکسين چي په ۲۰۰۱م کال د تور خال ناروغۍ له پاره په امریکا متحده ايالاتو او کاناډا کي راووت د دغي ناروغۍ (بيزو تڼاکي) د مخنيوي له پاره موثر دی.

کارپوهانو دا ثابته کړې ده چي دغه واکسین د حیواناتو په برخه کي مطالعاتو، د بیزو تڼاکي پر وړاندي اغیزناک او د انساني مطالعاتو په برخه کي بې خطره دی. دغه واکسین د واکسینيا په نوم یوه ویروس درلودونکی دی چی په عمومي صورت د انسانانو له پاره کوم خطر نه پیښوي. باوش وایی، خو بیا هم دغه واکسین د ټولو خلکو له پاره په پراخه پیمانه نه سته.

د باوش په خبره به د نوموړي ناروغۍ په وړاندي د واکسیناسیون عمومي برنامې وجود و نه لري او خلک باید د دغي موضوع په هکله اندېښمن هم ونه اوسي. دا ځکه چي د بیزو تڼاکي تر کووید ۱۹ وروسته کومه بله ساري ناروغي نه ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.