امریکا: په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو

596

امریکا: په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي هېواد یې په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال وايي، چې متحدایالات د طالبانو د حکومت له چارواکو سره ځینې تماسونه لري خو زیاتوي چې دا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.

ډونالډ لو قرغزستان ته د سفر پرمهال له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز ټولشموله حکومت جوړ کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې متحدایالات په افغانستان کې د پوځي او وسله والو مقاومتونو ملاتړ هېڅکله نه کوي.

هغه زیاته کړه: “د متحدوایالتونو حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي. موږ هېڅکله د هغو وسله والو نښتو ملاتړ نه کوو چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې روان دي. زموږ په نظر بریا هغه مهال ممکنه ده چې طالبان داسې یو رښتینی حکومت جوړ کړي چې په پرېکړو کې یې ټول افغانان ځان شریک وګڼي. موږ هېڅکله د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوو. فکر کوم د افغانستان خلکو څلوېښت کاله د وینو بهېدل تجربه کړل او اوس باید دا لړۍ بنده شي.”

امریکا په داسې حال کې د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو له ملاتړ څخه انکار کوي، چې اوسمهال څو ډلو په بېلابېلو نومونو د طالبانو د حکومت پر وړاندې د موجودیت اعلان کړی، خو له دې ډلو څخه هېڅ یوې یې هم نړیوال رسمیت نه دی ترلاسه کړی او هېڅ هېواد هم له دې ډلو سره د همکارۍ په اړه څه نه دي ویلي.

همداراز په متحدوایالتونو، بریتانیا او جرمني کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه ښاغلي لو وویل، ټول غواړي دا یقین ترلاسه کړي چې دا پیسې د افغانستان د خلکو له خوا او د دوی پر اړتیاوو لګول کېږي، نه د اداري فساد یا د پوځي پروژو پر چارو.

متحدوایالاتو د افغانستان بانک نهه نیم میلیارد ډالره شتمنۍ تېرکال وروسته له هغه کنګل کړې چې طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.