ماشومان او ټکنالوژي

سیف خوستي

1,057

د تکنالوژۍ استعمال د ماشومانو په هوښیارتیا کې ونډه لري، خو له حد نه ډیر استعمال یې د اروايې ګډوډیو یا (اوتیزم) د رامینځته کیدو لامل کیږي. په دې وروستیو کې یوه مشهور ارواپوه ویلي دي چې د تکنالوژۍ استعمال د دې سبب کيږي چې په ماشومانو کې له یوبل سره د خواخوږۍ کچه راکمه کړي.
آیا دا ښه ده چې له تکنالوژۍ او په ځانګړې توګه له ځیرکو موبایلونو سره دماشومانو دمیني کچه راکمه کړو؟
مک ګیل کرایست وايي: ځيني ښوونکي پیژني چې باید خپلو زده کونکو ته ( دڅيرې بیلا بیل حالتونه) ورزده کړي. ((ما له ځینوښوونکو سره خبرې وکړي. دوي وايې چې یو پر دریمه برخه زده کونکي يې نشي کولاي چې د نورو د څيرې حالتونه او احساسات درک کړي.)) آیان د دې ستونزې دلیل د ماشومانو د ژوند د ډول بدلون، او د تکنالوژۍ ډیر استعمال بولي.
آیان مک ګریل کرایست وايي (( د هغو پنځه کلنو ماشومانو شمیر په زیاتیدو دی چې نه شي کولای د یو چا حالت د هغه له څیرې نه وپیژني او ورسره خواخوږې ښکاره کړي. تیرو نسلونو ماشومان داسي نه وو.))
ده په تلګراف مجله کې دې ټکې ته اشاره وکړه چې(( د دې وخت ماشومان د تیر په پرتله، ډیر وخت په مجازې نړۍ کې تیروي او د واقعې نړۍ غوندې له ژوند سره نه مخ کیږي.))
مک ګریل کرایست وايي چې دوي له یو بل سره دلوبو په کولو، موبایلونو ته ګوري. په مخکي وختونو کې به ماشومانو په ګډه لوبې کولي او ټولنیزې تجربې او مهارتونه به یې زده کول.
په دې ستونزه کې د کورنۍ د ژوند بدلون هم بې اغیزې ندی. مور او پلار یې غواړې ډیرې چارې ترسره کړي او هر یوه ته ځان ورسوي. دا مهال نو ماشومان یا له تلویزیون او یا هم له ځیرکو موبایلونو سره وخت تیروي. دا ستونزه په رښتیا هم دې اندیښنې وړده.
((اوتیزم)) بیلابیلې نښې لري. دا ډول ماشومان یواځې په خپل ځان کې پاتي کیږي او بیلابیل ټولنیز موقعیتونه نشی درک کولای.
ځیني پوهان فکر کوي چې ستونزه تر دي هم پیچلې ده.
په دورهام پوهنتون کې د ارواپوهنې ډاکټره ((نادیا رایسلند)) هم، د مک ګیل کرایست خبره تاییدوي، او وایې چې: د احساساتو په بیان کې ستونزه او له خپل فرهنګ نه لیرې والی يې هم بدې پایلې کیدای شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.