احمد شاه بابا: د ملي یووالې او افغاني ناسیونالیزم مخکښ امپراتور

دوکتور م، عثمان تره کي

1,251

۰۳/۰۶/۲۰۲۲                                                                      

 

احمد شاه بابا :

د ملي یووالې او افغاني ناسیونالیزم مخکښ امپراتور

 

د احمد شاه بابا د ۲۵۰ تلین په مناسبت

نږدې نیمه پیړۍ کیږي چې وطن د بې اتفاقۍ، خان خانۍ او پردي پالنې په لمبو کې سوځي. د کورنیو او بهرنیو دشمنانو له خوأ ملي ویاړنې او سمبولونه تر پوښتنې لاندې راوستل شوې.

نن د هیواد لرغونې تاریخ په بهیر کې د هغو سترو ملې او ولسې نامتو مشرانو لکه لوي لارښود احمد شاه بابا د وخت کارنامې د افغان جنګ ځپلو، لار ورکو او سرګردانو ځوانانو مخې ته ایښودل، حیاتې اړتیا ده.

نوې نسل د جګړو په اوږدو کې د عصبیت، تقابل او سکتارستي جذباتو په چاپیریال کې لوي شوې دي. ملت توته توته او د ملي یووالې محورونه حاشیي ته تمبول شوې. د دې وخت رسیدلې چي د تاریخ د آرشیف نه ملي سمبولونه استخراج او آواره ځوانانو مخې ته کیښودل شي.

احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنست ایښودونکې او د افغاني تاریخ روڼ ستورې او لوي بابا کارنامې اوسني نالان او سرګردان  توته شوې ملت ته د یووالې یو پیاوړې پیغام ورکولي شي.

 *   *   *

 احمد خان د ۱۷۴۷ م کال د ۹ ورځو لويې ولسي جرګې په پای کې  د تولو قومي مشرانو چي سره سختې سیالي لرلې باور ځانته راجلب کړ او د پاچا په صفت وتاکل شو. دغه مُوَسِسه لویه جرګه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د مختلفو قومونو د وحدت بنست کیښود او د ملت جوړولو لاره خلاصه کړه.

« جی بی ملیسون » انګلیسي مورخ وایي : « احمد شاه ابدالي د خانانو د ترکیب نه یو ائتلافي حکومت جوړ کړې او د پښتنو مشرانو نه غوښتې و چې د خداي په لحاظ یو موتې شي ».

دا چي احمد خان د سدوزو د وړې قبیلې څخه و، نورو قومونو فکر کاوه چي د ده حکومت د مرکزیت او فشار له مخې، ضعیف او د زورواکو خانانو لاسوند وي.

احمد شاه بابا پدې بریالي شو چي په تدریج سره یو پیاوړې مرکزي واکمني جوړ کړي چي الفنستون انګریزي مورخ ورته « د پښتنو قبایلو کامنولت » نوم ایښودلي و.

احمد شاه بابا د سیالو قومونو د باور د ساتلو او د یو ملي مرکزیت د جوړولو په مقصد د خپلې واکمني په اوږدو کې په  یو لړ نورو اقداماتو لاس پورې کړ. د هغې جملې نه :

لمړي- احمد شاه د نادر افشار قافله چي د هندوستان نه يې باج راوړې او کندهار ته رسیدلې و ونیوه او مالونه د قبیلو، لشکرو او مامورینو تر منځ وویشل. په دې ډول هغه پښتنې قبیلې چي لا هې د احمد شاه پاچاهي منلې نه وه، دې ته د متابعت سرونه تیت کړل. خانان او مشرانو ته د جنګي غنایمو ویشل تر کلونو پورې دوام وموند.

دوهم – همدا دول که احمد شاه بابا له یوې خوا د جایګیرونو په ورکولو او غنیمت د ویشلو په واسطه قبایل د ځان سره رعیت کړ، له بلې خوا یې د غیر پښتني  قومونو څخه منظم پوځ جوړ کړ. پوځ ورو ورو د ۱۶ زرو څخه ۱۲۰ زرو ته ورسید چي بابا د هغې په واسطه یی وکولاي شو په دیره زیرکتیا ځان د قبایلو د دودیزه اتوریته نه ځان آزاد کړي او د ځینو مغرورو خانانو د بالقوه تمرد مخه ونیسي. 

دریم – اسلامي هویت زموږ د هیواد د مختلفو ورونو قاومونو ترمنځ د اتصال او ملي وحدت یو بنستیز محور دي. مذهب د افغاني تولنې مختلف مرکبات سره نښلوي او د سیاسي نظامونو د ملأتیر جوړوي.

دیني معتقدات د پاچایي له همدغه لمړیو ورځو څخه د احمد شاه بابا د سلطنت بنست او د قومونو تر منځ د وحدت محور په توګه وپیږندل شو: کله چي  په ۱۷۴۷م د « شیر سرخ » په لویه جرګه کې، صابر شاه کابلي چي یو صوفې، ملنګ او پرهیزګار سړي و دیته موظف شو چي د جرګې د غړیو یو کس د پاچا په حیث وتاکي،او دي د احمد شاه پر دستار د پاچيي وږې وتومبې، اسلام د احمد شاه بابا د سلطنت د عقیدوي وحدت د یو ستر ارزش په توګه اعلام شو.

احمد شاه بابا دینداره سړي او کلک مسلمان و. دي پخپل تول ژوند د علماؤ،ملنګانو، ملایانو او روحاني دلو سره مینه درلوده.

احمد شاه بابا روحاني دلو او بیوزلو هره پنجشنبه خپل دربار ته د شپې ډوډي د پاره رابلل. د هغوي سره د وطن په مسائلو کې غږیده. 

د لوي احمد شاه بابا امپراتوري د مختلفو نژادونو، قومونو او مذهبونو نه ترکیب شوې و. د سیمې مسلمانان لوي احمد شاه ته د اسلام د مدافع په توګه کتل: د پاني پت نامتو جګړه اصلي لامل دا و چي مرهټانو او سیکانو په مسلمان وژنه لاس پورې کړې و.

د هندوستان مظلوم مسلمانان دیته اړ شول چي د احمد شاه بابا نه مرسته وغواړي.

دریم – احمد شاه بابا د ملي وحدت د تأمین او د دولت د استحکام په مقصد خپلو زامنو ته هڅاوه چي د مختلفو قبیلو او قومونو په وړاندې د تقابل په ځاي د دوستي او خپلوي اړیکې وغزوي. نوموړې د امپراتور ثاني لور چي زهرا بیګم نومیده خپل زوي شهزاده تیمور ته په نکاح کړه. میرزا شاهرخ خپله لور ګوهرشاد تیمورشاه ته په نکاح ورکړه. دغه اقدام چي د وطن سره د مینې په خاطر وشوله، د تیمورشاه د سلطنت په وخت کې  د سلطنتي کورني په کړنلاره بدله شوه: تیمور شاه د لسو ښځو سره واده وکړه. دي ۳۳ زامن درلود. د تیمور شاه د وفات نه وروسته  د سلطنت ګن شمیرو  وارثینو د تاج او تخت د قبضه کولو په مقصد په خونړیو کورنیو جګړو سره ګد شول. افغانستان د سلطنت د مختلفو مدعیانو تر منځ وویشل شو. بناً هغه اقدام چي د احمد شاه بابا په واسطه د حسن نیت په انګیزه پیل شوې و معکوسه نتیچي ورکړه.

د افغانستان جاذبه بابا دیته اړ ایستل چي د دې په ځاي چي لکه بابر دهلي د خپله امپراتوري اداري مرکز وتاکي، په هند کې له فتوحاتو نه وروسته وطن ته مخه کړي.

د وطن جاذبه ( په واقعیت کې افغاني ناسیونالیزم ) تل د احمد شاه بابا د شعرونو د الهام سرچینه و. لاندې شعر وطن سره د بابا طوفاني مینه بیانوي :

ستا د عشق له وینو دک شوه ځیګرونه

ستا په لاره کې بایلې ځلمي سرونه

که هر څومره د دنیا ملکونه دیر شي

زما به هیر نشي دا ستا ښکلې باغونه

د دهلي تخت هیرومه چي را یاد شې

زما د شکلې پښتونخواه د غرو سرونه

که تمام دنیا یوې خوأ، ته بل خوأ شې

زما خوښ دي ستا خالي تښ دګرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا

که ونیسي د تول چيان ملکونه

 بابا سره د وطن مینه او جاذبه دومره پیاوړې وه چي د هیواد نه پرته د امپراتوري نورو مرکباتو ته لږ پام واړاوه. دا د لوي افغانستان د تجزیې په لامل بدل شو: احمد شاه بابا ونتوانید چي د پاني پت د څو ځلې فاتحانه جنګونو نه وروسته داسې  اداري میکانیزم جوړ کړي چي د امپراتوري د استحکام په مقصد وکارول شي.

احمد شاه په زیاتو مفتوحه ختیزو ولایتونو کې د مغولي امپراتوري واکمنان لکه د لاهور حاکم معین الملک او مغلي امپراتور عالمګیر پخپل ځاي پریښودل. کله به چې دا دول حاکمانو ځان پیاوړې ولیده نو د جګړو په بیه د باج د ورکولو څخه به یې سر وغړاوه. په دې دول لاهور د شاه زمان تر آخره وخته پورې پنځه ځله فتح شو. د شاه زمان او د ده د ورونو په دوره کې د پنجاب سکان په بغاوت لاس پورې کړ. پنجاب د امپراتوري نه جلأ شو. همدا دول په لویدیز کې د قاجاریانو حکومت تقویه شو او لویدیز خراسان د لوي افغانستان د لاسه ووت.

 

نتیجي

احمد شاه بابا د خپل عصر لوي فاتح، امپراتور،سیاستمدار، ملي زعیم، پوه، عادل، شاعراو د تقوا خاوند پا چا و. نوموړې د افغان ولس تول قومونه او قبیلې سره متحده کړې. افغانانو ته یو واحد او خپلواک ملت  په میراث پریښود. خو په تأسف سره چي  د ستر لارښود احمد شاه بابا نا اهل او بیکفایته بچیان نه یوازې د وطن د طبعي جغرافیا د ساتلو جوګه نشول، بلکې په وار وار د افغانستان د خپلواکي په سر له پردیو سره په خائنانه معامله ورګډ شول.

پنځه څلویښت کاله جګړه او ورسره جوخت د ملي واکمنیو نشتوالې، افغانستان د ملي هویت له سخت بحران سره مخ کړې. مخکې له دینه چي دغه بحران په ورانونکې طوفان بدل  شي، باید د تولو امکاناتو په ګته اخیستنې سره تاریخي تاواني شوی سمبولونه که د ملي شخصیتونو او ملی بیرغ په بنه وي یا د فزیکي آبداتو په دول بیا راژوندي کړو.

زموږ د اوسني ناورین  د دوام اصلي لامل دا ده چي د تاریخ نه سبق زده کړې نه مو کړې. بناً په وار وار د غلطیو په تکرار محکوم شوې یو.

جنګ ځپلې سرګردان ځوانان، تاریخ ته په مراجعې سره ذهني او فکري ملي انقلاب  ته اړتیا لري.

په اوسني ناوړه حالت کې احمد شاه بابا او ورته تاریخي شخصیتونه نمانځل د وخت اړتیأ ده. خو کافي نه مالومیږي. طالبانو ته په کار ده چي خپلي مذهبې واکمنې ته ملی رنګ هم ورکړې :

ـ په ټولو دولتي اداراتو کې د لارښود احمد شاه بابا عکسونه ولګوې.

ـ په بانک نوتونو کې د ستر احمد شاه بابا عکسونه د معاصر افغانستان د موسس  په حیث خپور کړې.

ـ د معارف په درسي نصاب کې د احمد شاه بابا مقام، د ملي وحدت او افغاني ناسیونالیزم د معمار په حیث برجسته کړې.

ـ ځینې نظامي او فرهنګي موسسات د احمد شاه په نوم ونوموې.

– د افغانستان ستر لارښود احمد شاه بابا په نوم په پلازمینه کابل کې یوه آبده جوړه کړې. « پاي»

 

فرانسه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.