لر او بر او د امریکا ستره ستراتژیکه غلطي/ دوکتور م، عثمان تره کي

0 1,314

    ٠٧/٠٣/ ٢٠١٨

لر او بر او د امریکا ستره ستراتژیکه غلطي

د پښتون ږغورنې غورځنګ  د مارچ په نهمه یو وار بیا د پاکستان د ظلم او زور زیاتي په وړاندې سرکونو ته راوزي. اړینه مو وګنله چه  ځینې حقیقتونه چه ممکن پر امریکایي چارواکو باندې ښه ونه لګیږي د امریکایې ستراتژستانو سره شریک کړو.

*    *    *

امریکا  د ولسمشر اوباما په وخت د پاکستان  سره په ملګرتیا د مذهب ضد احمقانه هیستري ( روحي ناروغي ) تر اغیز لاندې د دیورند د دواړو خواوو د  سیاسي – مذهبي مشرانو په ځپلو او وژلو کې ستره ستراتژیکه غلطي وکړه : د پښتونخواه سیاسې- مذهبې مشران او قوماندانان لکه بیت الله مسود او حکیم الله مسود په لر او بر کې  د پاکستان د سیاسي هژمونۍ پر وړاندې د مقاومت کلک بالقوه مورچلونه و، خو د پاکسان په مرسته د امریکا د درون په وسیله شهیدان شول.

د پاکستان په ملګرتیا د ملا عمر او ملا منصور شهادت چه د پښتونخواه په خاوره کې ، افغانستان د خپلو نفوذي کسانو د حضور نه بې برخه  کړ.

په همدې لړۍ کې لطیف الله محسود چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان وو په لوګر کې د افغان امنیتي پرسونل له خوأ  ونیول شو ( د اکتوبر میاشت ٢٠١٣ ) . دي امریکايي ځواکونو له افغان ځواکونو په زور یووړ او په بګرام کې تر اوږدې مودې زنداني کولو وروسته یې د  پاکستان سره د کابل حکومت د زندانیانو  په تبادله کې ( په پاکستان کې د اشرف غني د ضد ملي معاملې له مخې )  پاکستاني حکومت ته وسپاره.

انس حقاني او د ده ملګری حافظ رشید د قطر په هوایي میدان کې د امریکا د استخباراتي سازمان سي آی اې په غوښتنه د نړیوالو پولیسو لخوا ونیول شول او دوبۍ ته راوړل شول او هلته یې د افغانستان استخباراتي کسانو ته وسپارل.

د دیورند کرښې په اوږدو کې څلویښت کاله جګړه او د کډوالو او جنګیالیو تګ او راتګ، کرښه په دوفکتو ډول له منځه وړې ده : د امریکا د یرغل په درشل کې د افغانستان په شمال کې د افغانانو تر څنګ د ٢٠ زره  وزیرستاني جنګیاليو شته والې دا ثابتوي چه په تاریخې افغانستان کې سوله او جګړه لر او بر نه پیژني.

امریکا د نړي په کچه د خپلو ګټو د تأمین په مقصد  تل د مذهب نه د یو لاسوند  په توګه کار اخیستې او په کې د پام وړ بریالۍ یا ناکامه سابقه لري. په وروستيو کلونو کې خلک د ابوبکر بغدادي ډله چه د داعش په نوم شهرت موندلې، د امریکا د ژیوپولیک تولید په توګه پیژني. خو امریکا  په لراو بر کې اسلام دښمنه کړنلاره تعقیبوي او د مسلمانانو د برحق مقاومت په وړاندې د بمونو مور استعمالوي.

اصلي خبره دا ده چه تر څو چه د اشغال په حالت کې د امریکائي چارواکو مذهب ضد هستري، علاج نشي، او د افغانسان په خاوره کې د امریکا ناقانونه حضور پایته ونه رسیږي، لر او بر افغانان په ژیوپولتیکو تعاملاتو کې  د خپلې سیاسي – مذهبي مشرانو نه ګټه پورته کولي نشي.

اوسمهال د پښتونخواه ولسونه د زور زیاتي او بلواکۍ په وړاندې په بیسارې تاریخي قیام  لاس پورې کړې دي. د امریکا د پښتون وژنې  لیونتوب سره سره ، په  تیرو     ’’ لانګ مارچ ’‘ او میتنګونو کې شعارونه د امریکا په ضد نه اوریدل کیده . د دې نه مالومیږي چه دیرکي ولس امریکا ته د کورني دښمن په وړاندې د بالقوه او اقتضائي متحد په توګه پام اړوي او د ده نه د مرستې تمه لري. په افغانستان کې د امریکا ناقانونه حضور او بې ځایه جنګي مصروفیت د دې لامل ګرځي چه پدغه حساس وخت افغانان په  کورنیو ستونزو سره لګیا وي او پښتنو وروڼو سره د مرستې جوګه نشي.

په هر حال ! په سیمه کې د 19 پیړۍ ستره لوبه نوې پړاو ته ورګډه شوې چه په هغه کې لر او بر د ژیوپولتیک جبر له مخې د لوبې د اجندأ په سر کې ځاي نیولې دي. خو امریکا او پاکستان، افغانستان د اشغال په منګولو کې دومره بوخت او کمزورې ساتلې  چه د سیمې د سیاسي ودې نه ګته پورته کولي نشي.

افغانستان هغه وخت اوسني وضعیت د هیواد ملي ګتو د تأمین په موخه کارولی شي چه مرکزي واحده واکمني ولري او افغانان د یو واحد ملت په توګه د سیمې تعاملاتو ته ځان ورګډ  کړي.

’’ پاي ‘‘

فرانسه

07/03/2018

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply