د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران، د سوله ایزې مبارزې قربانیان ! 

دوکتور م،عثمان تره کي

0 1,025

نن د پاکستان استخباراتو د پښتون وژنې د تیر سیاست په څیر د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پ، ژ، غ ) مشر منظور پښتین د یووالې او عدالت غوښتنې او سوله ایزې مبارزې په جرم جیل ته یووړ. که د پاکستاني چارواکو د دغه اقدام موخه په پاکستان کې د امن راوستل وي، په داګه ویلي شو چه پاکستانې سیاستوال ( په واقعیت کې پوځ او استخبارات) په ناسمو لارو راروان دي: نن غورځنګ د نړي په کچه، د پښتنو د حقونو په یوه پیاوړې، پراخ او نه ماتیدونکې مدافع په توګه پیژندل شوې دي. د ( پ، ژ، غ ) په وړاندې خشونت کارول الزاماَ په ټوله نړۍ کې د غورځنګ د سوله ایزې داعیې د ملاتړ لمنه پراخوي. د غورځنګ حق غوښتنې نړیوال باور تر لاسه کوي او له دېنه پرته پاکستان ته د خطر نه ډکې پایلې دا به وي چه بلې لورې هم د خشونت خوا ته لمسوي.
( پ، ژ، غ ) د مبارزاتو په ترڅ کې د افغانانو- پښتنو په منځ د اوسني ناورین علت العلل بی اتفاقي ګنلې چه دشمن په کې د کلونو راهیسې د یو منظم پلان له مخې سیاسې پانګه اچونه کړیده. یووالې د ( پ، ژ، غ ) مرکزي شعار وو. د غورځنګ له انده د قام یووالې، ( پ، ژ، غ ) په یو ټولنیز ځواک بدلوي چه اجباراً باید په سیاسي تعاملاتو کې ورباندې حساب وشي. پرته د افغانانو- پښتنو یعنې د شل کلنې جګړې د کړیدلو ولسونو د یووالې نه پیاوړې ځواک نشو جوړیداي. بناً د یو ټولنیز قوت په نشتوالې کې، د حق او عدالت تأمین له ستونزو سره مخ کیږي.
په افغانستان کې د نړیوال نظامي ائتلاف د وسلې او پیسې په زور، پاکستان د ډیورند په دواړو خواو کې د پښتون وژنې د ماستر پلان په تطبیق کې مرکزي ونډه درلوده.
پاکستان تل د پښتنو په منځ کي یووالې ځانته د خطر سیګنال په بڼه ګوري : پښتانه په تروریست، طالب، بنسټ پال، قام پال او نشنلیست ویشل او نهایتاً د پښتنو په زړه کې اغزن تار غزولو ته د ویشلو د یو دقیق پلان په توګه پام اړول.
خو په ډاګه ویلي شو چه پاکستاني واکمنان کولي شي چه د ( پ، ژ، غ ) مشران په بند کې وساتي او ویې وژني، خو کله چه د یووالې او عدالت غوښتنې چیغه د ولس په مقدسه داعیه بدله شي غلې کول یې ساده نه ښکاري.
څو ورځې مخکې د پاکستان سفیر په ډیره بې شرمۍ د دیپلوماتیکو ضوابطو خلاف په کابل کې د یو تنظیم د مشر سره لیدنه وکړه. خو پاکستاني کاواکو چارواکو په کابل کې یو شخصي ټلویزیون ته دا حق نه ورکوي چه د منظور پښتین د یووالې او عدالت چیغه خپره کړي.
پاکستان په سیمه کې د جنجال او کړکیچ د تولید ځاله، پدغسې حالاتو کې غورځنګ تر برید لاندې ونیوه چه ګاوندي هیواد افغانستان د جګړه په اور کې سوزي او د لاسپوڅې او کمزورې حکومت واک د لاشخورانو په قبضه کې ده.
هیله لرو چه پاکستاني واکداران په سیمه کې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي. د اور سره لوبې ته د پاي ټکې کیږدي او هر څومره ژر د غورځنګ مشران خوشې کړي.
« پاي»
فرانسه ۲۷/۰۱/۲۰۲۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply