زه ته او هغه

شېبه ګهیځ

486

زه ښوونځي ته تلم څو درس ووایم.

ته هم ښوونځي ته تلې تا ته دا ویل شوی و، چې باید ډاکټر شې.

هغه هم ښوونځې ته تله خو نپوهېده چې ولې؟

ما به د یوې هفتې مصرف یوځاې له پلار واخیست.

خو تا هېڅکله هم پېسې نه اخېستې ځکه پېسې به تل تا ته تیار و.

هغه هره ورځ له ښوونځي وروسته د سړکونو په سر د ژاوله او سګرټ په خرڅولو خپل یوه ورځنۍ مصرف پیدا کاوه.

موضوع مو هم دا و چې پوهه ښه ده که شتمني؟

ما لیکلی و چې علم ښه دی.

مور مې ویله کله چې پوهه دې درلود؛ شتمني به خپله پیدا کړې.

تا هم همدا لیکلی و چې پوهه ښه ده.

ښایي تا ته پلار ویلی و چې پوهه هغه څه ده چې د شتمنې د پیدا کولو لامل کيږي.

خو هغه داسې هېڅ هم نه و لیکلی، د ازموېنې ورقه یې سپینه وه.

د قلم رنګ یې تېره ورځ خلاص شوی و.

استاد په هغه ورځ هغه یې وراټه.

نور هلکان هم پرې وخندل.

هغه ورځ هغه هم د نیستي له امله وژړل.

هېڅوک هم پوه نه شول چې هغه څومره د کمی احساس وکړ. استاد هم نه پوهېده چې هغه د قلم اخیستو توان نه لري.

ښایي استاد هم پدې نه پوهېده چې شتمني او پوهه له یو بل سره تړلي څېزونه دي.

کله هم نه کېږي چې پرته له شتمني له پوهې څخه څه وليکو.

 زه په داسې کور کې لوی شوم چې په پسرلي کې به د ګلانوخوشبويي ټول انګړ کې خپور و.

ته هم په داسې کور کې لوی شوې چې ټوله شپه به د هغه عطرو خوشبويی و چې ستا پلار ستا مور ته راوړ.

هغه په داسې کور کې لوی شو چې ټول ور او دیوالونه یې د پلار د سګرت او تریاکو بوی کاوه.

د ښوونځي وروستۍ کلونه و د خپل راتلونکی د جوړولو کلونه و؛ ډېر زیار به مو باید ویستی وای وای تر څو د خپلې خوښې پوهنځې ته بریالې شم؛ نو ځکه مې ډېر کورسونه کې د درس ویلو اراده وه.

او ستا هدف د نړۍ په پوهنتونو کې د زده کړې دوام و.

خو هغه نه شتمني درلود او نه هم کوم فکر ….

درسونه یې پریښود او کار پسې لاړ.

ورځپاڼه چاپ شوی و.

هر څوک یو نه یو څه یې په دې ورځپاڼه کې لېدل.

زه لاړم ورځپاڼه مې واخیست تر څو د کانکور پایله مې وګورم.

ته هم لاړې ورځپاڼه دې په دې هدف واخیست تر څو خپل  بریالیتوب په نړېوال پوهنتونو کې وګورې.

د هغه نوم هم په ورځپانې کې و، یوه ورځ مخکې یې د سړک په سر څوک وژلی و.

زه هغه ورځ دومره خوشحاله ومه چې نه مې غوښته پدې پوه شم چې څوک وژل شوی.

تا هم ورځپاڼه واخېسته او بیا دې لرې واچوه.

هغه هملته د ورځپاڼې په مخونو کې و دا یې لومړی ځل و چې دومره پام ورته شوی وو!!

کلونه تېره شوه.

د پایلې د اخېستو ورځ وه.

له پوهنتون څخه د سند اخېستو په تمه ومه.

تا هم غوښتل چې د پلار او مور هغه د ستا د ډاکتر کېدو ارمان پوره کولو سره راشې.

هغه هره ورځ د خپل د اعدام کېدو په تمه و.

د پرېکړې وخت و.

زموږ ټولنه تل پرېکړه کوي.

زه خوشحال ومه ځکه زما ستاینه کېده.

تا هم په ځان ویاړمن وې چې ټولنه په تا ویاړي.

هغه شرمنده و ځکه ټولنه هغه ته د کرکې په سترګه ګوري.

هېڅکله پای نه لري.

زه بریالی یمه او دا مې د کوښښونو پایله ده!!!

ته هم د خپل کوښښونو پایله په اخېستو د ټولنې ویاړلی کس وې!!!

هغه د خاورو لاندې ده او ددې حالت مسوول هم خپله ګڼل کېږي !!!!

زه ته او هغه

هېڅکله د یو بل په څنګ کې نه وو.

هېڅکله مو یو بل ونه پیژنده.

که ته او زه د هغه په ځای و نو زموږ د کېسې پایله به څنګه وه؟؟؟

هره ورځ موږ له داسې کسانو تېرېږو چې یا تا په شان یا زما او یا هغه په شان دي…

په رښتیا سره ټول بریالیتوبونه زما او هر غلط کار د هغه نه وي.

نوټ: د انسانانو په هکله پریکړه کول مخکې له وخته غلط دی اول وپېژنه بیا پریکړه وکړه؛ کېدای شي ځېنې کړنې د وخت له امله بدلون وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.