د خیالي الفاظو لېونۍ

شېبه ګهیځ

737

د مېنې سره او ګرمې غوټۍ
اوس هم د شپې او د چېنو په شرهار کې
زما د وجود له شتو څخه غوړېږي
نپوهېږم… . دا پېغلې زما ارمانونه وې چې د تتو شپو په رڼا او د سپوږمۍ په هاله کې
نوي کېدل یا هم… .؟
اوس پرته له کومې څېرې په توره تیاره کې مې څېره نالومه ده.
زما هیلې هم زما د ځوانۍ شور داسې وه لکه یو تصویر پرته له کومې څپې او هوا چې ما له ځانه ورکه کړي… .
او اوس دا هیلې ازادې شوي روښانه لکه د ورځې لمر… .
زه نپوهېږم اوس هوښیاره او ویښه یم؟ که په خوبونو وېده؟
نپوهېږم… نپوهېږم… نپوهېږم… .
نپوهېږم چې سپوږمۍ چینې ته د ښکته کېدو هڅه کوي؟ یا زه د سپوږمۍ او ددې چینې د لارو منځ کې ورکه… یا مړه شوې یم؟
دغه د ژوند او مرګ چیغه زما په ستونې کې وچه شوې؟
نو دا چې زړه چېرته د چا په ځنځیر تړلې نپوهېږم؟
دا نو د لارې پای دی!!
که دا لارې زما پای ته تمه دي
یا له دې نړۍ لرې، لرې له دردونو او غمونو جادویي لاره شته؟

***
د مېنې سره او ګرمې غوټۍ
اوس هم د شپې او د چېنو په شرهار کې
زما د وجود له شتو څخه غوړېږي.
خو زه نور هغه پخوانۍ نه یم زه داسې خاوره
یم چې نور هیڅ حاصل ترې نه اخیستل کېږي.
دا پوښتنه راته تل ولاړه وي چې… .
بیا به له ما څه جوړه وي؟ بیا به نوې هیلې لرلی وشم؟
زه به بیا د یوې نوې زېږیدلې ماشومې په څېر نوی ژوند پیل کړای شم؟
تېر یادونه او دردونه به له ما هېرې شي؟

***
په غږونو کې سیوری، په سترګو کې نظرونه
په خیالونو کې خلا او په زړه کې حسونه
خو تر ټولو ښه بیا د ځمکې
موزونه غږ او زمزمې… .
هغه زړونه چې د مهربانۍ
په تار پيیل کېږي سهارنۍ وږمې هم مینه ویشي
او زړونو رام کوي روحونه دې د همدې وږمو
له خوشبو زېږي…. .

***
د نویو او تازه بوټو بوی د مړاو بوټو بوی یوځای شوي.
پرته له دې چې سترګې وغړوم او سر را پورته کړم بیا هم ټول وینم پخپل څنګ او نږدې… .
خو د زړه منلی کس نه پیدا کوم.
او دا نړۍ راته داسې ښکاري لکه غرونه او ډاګونه چې زما په سر پراته وي.
دا نړۍ ټول راسره په جنګ ښکاري.
دا څنګه وشول زړه، هیلې، خیالونه او ژوند مې له منځه لاړ او خاورو ته وسپارل شوې.
اوس نپوهېږم نه مومم زه چېرته یم؟  چې دومره نا ارامه کېږم جنت دی که دوزخ؟؟
یا به هم دواړه وي لکه ما او زما مینه یوځای… .
نپوهېږم هېڅ نپوهېږم
دا مې تل په یاد وي او پرې پوهه یم چې دا مې د لارې پای دی.
زما د حساب او کتاب ورځ یعنې د عذابونو یا هم د راحت ژوند پیل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.