شپه

شېبه ګهیځ

542

خوب نه راځي!
هغه لاس ما د شپې سکون ته وړي
هېڅکله مې دداسې یوې شپې تجربه نه لرله
هېڅ یوه شپه مې له ستورو پرته نه وه
داسې انګېرم چې ستوري ویده دي
سپوږمۍ ماتم کړې
اسمان د کعبې پردې په څېر تور دی
ای ستورو!
ستاسو رنګینې چېرې دي؟
هغه رڼا چې زما د تتو شپو ځلا وه.
خوب نه راځي!
شپه د یادونو دښته
شپه د تورې تیارې عمر
شپه د یادونو دښته
کېدای شي د میوند د غزا دښته
کېدای شي د تاریخ هغه خاموش میدان
هلته په دې دښتې کې یوه ملاله
تور پړونی، پر څېره یې غبار
داسې انګیرم چې ما او ماپسې نسلونه
یو بل دردونکي او غمیزې
پېښې ته رابولي.
خوب نه راځي!
د شپې تیارې، د کړکیو تر شا ګورم
د ستوري ځلا، د سپوږمۍ رڼا
زما ستړې سترګې
کله کله دا ځانته شرم بولم
د یادونو دښتې
د ستورو غرونه
ګلڅانګې څه شوې؟
ډېوې غواړم
دا شېبه، دا شپه، دا وخت او دا ساعت
دلته یوه ملاله ده
تور پړونی او پر څېره یې غبار
تږې، ستړۍ له پېښو
بیا راغلې څو د خپلواکي
شنه بیرغ ورپوي
ډیوه غواړم د هغې مزار ته
ملاله بیا راغلې!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.