ضمیر کابلوف: ښايي د ط.. البانو نوي حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه وکړو

470

ضمیر کابلوف: ښايي د ط.. البانو نوي حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه وکړو.

روسیه وايي ښايي د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، ددې ډېر احتمال شته چې روسیه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

هغه زیاته کړې چې بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر پوتین سره په دې اړه مشورې کړې دي او په خبره یې د رسمیت په مسئله کې مسکو د واشنګټن لار نه تعقیبوي.

کابلوف همدا راز وایي ولسمشر پوتین امر کړی چې له افغانستان سره همکاري ډېره شي او له دغه هېواد سره د غلو دانو او نورو محصولاتو مرستې وشي.

دغه روسي ديپلومات دغه راز ویلي چې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مسکو ته لاړ شي او له روسیې سره د محصولاتو د پېرلو په اړه هوکړه وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.