بارټر سوداگري؛ د افغانستان اقتصاد رغوونه او که بل نړوونکی گوذار؟
د ۲۰۲۲ز د اپرېل په ۳۰مه یو پاکستاني اقتصادي وېبسايټ د افغانستان او پاکستان تر منځ د جنس په جنس سوداگرۍ یا بارټر سواگرۍ Barter Trade په اړه لیکل وکړل، او ويې ویل، چې د پاکستان د سوداگرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ پر پلان کار روان دی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ بارټر سوداگرۍ باندې هوکړه وشي. وړاندې له دې چې افغانستان ته يې گټې او زیانونه بحث کړو، ښه ده، چې پر بارټر سیسټم ځان پوه کړو.
*********
بارټر سیسټم یانې څه؟
له کومې زمانې راهیسې چې انسان د خپلو فعالیتونو په اړه مسلکي شویدی او فکر يې کړیدي، چې هر څه د ده له وسه پوره نهدي، نو بارټر سیسټم رامنځته شو، یانې که د یو بزگر به له بڼوالۍ سره علاقه وه او د بل بزگر به د غنم له کرکېلې سره، نو دوی ته دا فکر پیدا شو، چې ولې د غنمو په بدل کې لږې مڼې ترلاسه نهکړي؟ یانې په لنډ ډول که ووایو، هغه مهال چې پیسو هېڅ شتون نهدرلود او د توکو پر توکو تبادله رامنځته شوه، نو بارټر سیسټم له هماغه مهال راهیسې پیل شو، یانې تا ماته لږ جوار راکول او ما تاته لږ غنم. یانې بارټر د تبادلې یوه وسیله یا Medium of Exchange وو. بارټر سوداگري د یو لړ ستونزو لکه د توکو نامعلوم ارزښت، له یو اړخ سره د تقاضا اړوند توکو نهشتون، د توکو نه ذخيره کېدل او نور جنجالونه د دې لامل شول، چې د پیسو د اېجاد مسله رامنځته شي، دا چې سکې یا پیسې راووتلې، نو بارټر سیسټم له منځه ولاړ.
*********
ایا اوس هم په نړۍ کې Barter System شته دی؟!
بارټر سوداگري لا هم د نړۍ په ځینو هېوادونو کې پلي کېږي، خو ډېرې وخت د بارټر سیسټم د دوه سوداگرو تر منځ کېږي یانې کاروباري تر کاروباري معامله Business to Business (B2B) وي، خو ځینې هېوادونه هم دا سیسټم کاروي، د بېلگې په ډول د ایران او تایلنډ تر منځ دا سوداگري اوس هم کېږي، تایلنډ په نړۍ کې د وريجو ستر صادرونکي هېواد دی او ایران بیا د تېلو، ایران د تېلو په مقابل کې له تایلنډ وریجې خپل هېواد ته صادري. یا هم د بېلگې په ډول ویلی شو، په تېرو څو کالونو کې پاکستان ونهتوانېد، چې له سعودي څخه د راوارد کړیو تېلو پیسې پرې کړي، نو د سعودي پر غوښتنه د پاکستان ځینې حاصلخېزه ځمکې د سعودي په واک کې ورکړل شوې، تر څو له حاصلاتو څخه يې خپل پور خلاص کړي، دېته يې د بارټر تړون نوم ورکړ. اوسمهال ولې د بارټر سوداگري کېږي؟
لومړی، کله چې د دوه هېوادونو تر منځ د نړیوالې کرنسۍ (ډالر) کمبود وي، د دواړو هېوادونو تر منځ!
دوییم، کله چې هېوادونه د اقتصادي بندیزونو سره مخ شي، نو له مجبوریته دې سیسټم ته مخه کوي ځکه د پيسو انتقالات ورته د بانک له لوري سخت وي.
درېیم، کله چې په یو هېواد کې د نقدي پیسو کمبود وي.
*********
ولې پاکستان افغانستان سره بارټر سوداگرۍ ته لېواله دي؟
د پاکستان او افغانستان تر منځ پهدې وروستیو کې د بارټر سوداگرۍ Barter Trade اوازې گرمې دي، ښايي په ظاهر یو شمېر ملگرو ته دا جنس په جنس سوداگري د افغانستان په گټه ښکاره شي، خو کله چې د گاونډي هېواد اوسني اقتصادي حالت د ذرهبین لاندې ونېول شي، نو پرته له شکه چې گاونډی پهدې کې ډېره گټه کوي، هومره گټه چې تصور يې نهشو کولای. پاکستان ولې دې سوداگرۍ ته په بېسارې توگه لېواله دی!؟
لومړی، د ۲۰۲۱ز د اگسټ له ۱۵مې څخه وړاندې د افغانستان صادرات پاکستان په کالني ډول له ۵۰۰مېلیونو ډالر لوړ وو (البته دا رسمي او ثبت سوداګري وه، د دواړه هېوادونو تر منځ غیر رسمي سوداګري د دې رقم دوه چنده ښودل شوېده)، خو دا هغه مهال وو، چې د اوسپنې او ډبرو سکرو صادرات پهکې شامل نهوو. خو د اگسټ له ۱۵مې وروسته پهدې صادراتو کې د ډبرو سکاره هم زیات شول، چې د افغانستان د نوي سرپرست حکومت لهپاره يې د لنگې غوا حیثیت خپل کړ، د ماليې وزارت د ویاند پر وینا چې د ډبرو سکرو له صادراتو څخه په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳مېلیارده افغانۍ (۳۳مېلیونه ډالر) عواید لرل، البته دا صادرات یوازې پاکستان ته وو، او دا په داسې حال کې وه، چې د نړۍ تر ټول ستر ډبرو سکرو صادرونکي هېواد اندونیزیا خپل صادرات نړۍ ته کم کړل او روسیې په اوکراین برید سره د دې سکرو نرخ خور لوړ لاړ. روېټرز د ۲۰۲۲ز د می په ۲۷مه د یو پاکستاني چارواکي په وینا لیکلي وو، چې پاکستان هره میاشت له افغانستان څخه ۵۰۰زره ټنه د ډبرو سکاره واردوي.
دوییم، په مخکنیو لیکنو کې مو د پاکستان د اقتصادي بحران په اړه لیکل کړيوو، دا چې پاکستان نهغواړي چې شاوخوا یو مېلیارد ډالر يې له اقتصادي سایکل څخه هر کال د افغانستان اقتصادي سایکل ته داخل شي، نو دې هېواد ته دا د گټې یوازينۍ ښه لاره ده.
درېیم، د پاکستاني اقتصادي وېبپاڼو د لیکنو پر بنسټ، د پاکستان د سوداگرۍ وزارت د چرگانو، فرشونو، غوايي غوښې، سېمنټو او سبزیو په اړه بحث کړیدي، چې له پاکستان څخه د بارټر سوداگرۍ په لړ کې تبادله کېږي، خو دا چې يې بدل کې افغانستان څه ورکوي، لا خبره نامعلومه ده!
څلورم، پهداسې حساسه مرحله، چې نړیوال راپورونه د افغانستان اقتصاد بېخي د گړنگ پر غاړه تحلیلوي، باید افغانستان ته د صادراتو له کبله ډېر ډالر راشي، تر څو د افغانۍ ثبات هم یقیني وي او سوداگر لهدې عوایدو څخه د نورې نړۍ سره هم سوداگري وکړای شي.
پنځم، معلومه خبره ده، چې په ظاهري بڼه گاونډي د افغانستان لهپاره د مرستو راټولولو ټټر ووهي او ډېره مرسته لهدې طریقه راتېرېدونکې ده، کومه د څار اداره شته دی، چې د افغانستان لهپاره مرسته شوي توکي به د بارټر توکو په نوم زموږ له گرانبیه توکو سره نه تبادله کېږي، ایا دوه اړخیز زیان خو به نهکوو!؟
شپږم، اوسمهال که د کومو هېوادونو تر منځ د بارټر سوداګري کېږي، نو د سوداګرۍ کرنسي ډالر د ارزښت لهپاره ټاکل کېږي، خو د ګاونډي له تحلیلونو داسې ښکاري، چې کلداره به معیار ټاکي، چې د وطن لهپاره ګټور کار نهدی.
*********
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.