د ارواښاد سيال کاکړ وړيا علمي پانګه

نوراجان بهیر

456
د ۲۰۱۹م کال وروستۍ مياشت وه؛ ارګ ته څېرمه مو د استاد ازمون صيب د دفتر په يوه خونه کې د سيال صيب رالېږلې پانګه (تاريخي نسخې) برابرولې.
استاد حبيب الله رفيع صيب هره نسخه له نظره تېروله او چې کومې نسخې ته به لږ ډېر ځير شو، نو موږ به د هماغې نسخې په اړه د استاد خبرو ته په تمه شوو او چې استاد به د نسخې تاريخي او علمي لرغونتوب او ارزښت ووې، نو زموږ مخونه به وغوړېدل؛ يو ډول د وياړ احساس به مو وکړ…
دننه د دې تاريخي نسخو د زېړو پاڼو لټون او دباندې د ارګ زېړبخونو څراغونو، د حال او ماضي ترمنځ عجيب تناسب او تړون رامنځته کړی و؛ دا ماښام ډېر ښکلی و.
وروسته د همدې نسخو د سپارلو لپاره د ارګ په ارشیف کې ځانګړي مراسم ترسره شول او استاد ازمون، چې هغه مهال په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار و، له ولسمشره د دې نسخو د انتقال په برخه کې د همکارۍ او له پروفیسور سیال کاکړ څخه له دې امله مننه وکړه چې په خپلو شخصي امکاناتو یې دغه برابره کړې پانګه د لا ښې استفادې او خوندیتوب په موخه په ویاړ او وړیا افغانستان ته راوسپارله.
نوموړي وویل: د پښتو، دري او عربي ژبو پردغو ۱۳۳ قلمي منظومو او منثورو نسخو سربېره چې له ۲۰۰- ۳۰۰ کاله پورې تاریخي مخینه لري، د نوموړي د کتابتون ۴۶۰۰ بېلابېل کتابونه او مجلې هم علومو اکاډمۍ ته وسپارل شوې.
……
پروفيسور سيال کاکړ، چې له شپږو لسيزو ډېره موده يې د پښتو ادب او فولکلور په برخه کې کار وکړ، له څلوېښتو ډېر اثار يې خپلې ژبې ته په ميراث پرېښودل؛ نن د ۸۷ کلونو په عمر له دې نړۍ وکوچيد. پر ګور يې نور.
استاد رفيع صيب ته دې هم الله شفا ورکړي؛ وړمه ورځ د درملنې په موخه له هېواده بهر ولاړ.
May be an image of 1 person

 

May be an image of 2 people and people sitting

No photo description available.

May be an image of 1 person

May be an image of 4 people and people standing

 

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.