ملګرو ملتونو افغانستان ته خپل نوی مرستیال استازی معرفي کړ

466

د ملګرو ملتونو سازمان د جمعې په ورځ افغانستان له پاره خپل نوی ځانګړی مرستیال استازی اعلان کړ. د یوناما پخوانۍ استازې دبیرا لاینز په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړې استازې په توګه خپل ماموریت په ۲۰۲۰ کال کې پيل کړی وو.

Katar | Markus Potzel

مارکوس پوتڅل – د آرشیف انځور

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، د ملګرو ملتونو سازمان مرستيال ویاند، فرهان حق، وويل چې د اوس له پاره په سیاسی چارو کې د ملګرو ملتونو نوی ټاکل شوی مرستیال، آلمانۍ ديپلومات، مارکوس پوتڅل به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مسئوليت هم پر غاړه ولري.

دغه اعلان يوه ورځ وروسته له هغې کيږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مخکېنۍ ځانګړې استازې، ديبورا لاینز خپل ماموریت پای ته ورساوه. هغې ويلي دي چې له افغانستان څخه په خپه زړه وتلې ده.

مرمین لاینز د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامه کې وويل: «کله چې ما دغه دنده قبوله کړه، هغه وخت ما دا تصور نه شو کولای، چې افغانستان به په اوسني وضعیت کې ترک کوم.» هغې زیاته کړې ده چې د افغان نجونو او ښځو له پاره «زما زړه مات دی» کوم چې د طالبانو د فرمانونو له کبله له تعلیم او کار څخه محرومې کړل شوي دي.

هغې ويلي دي: «دا زما له پاره د ېوې ښځې په حیث ډيره دردونکې ده چې خپلې افغان خويندې په کوم وضعیت کې چې دوی دي، پريږدم.»

Deborah Lyons UN-Sondergesandte für Afghanistan

دیبرا لاينز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې په توګه خپل ماموریت په ۲۰۲۰ کې پیل کړی وو

دیبرا لاينز په افغانستان کې خپل ماموریت په ۲۰۲۰ کې پیل کړی وو، خو دا چې د هغې ځای ناستی به د څومره مودې له پاره دغه ماموریت مخ ته وړي، فرهان حق ېې په اړه څه نه دي ويلي دي.

اسوسشتید پریس د پوتسل په هکله لیکي چې نوموړی يو مسلکي ديپلومات دی چې له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ پورې په افغانستان کې د آلمان سفير او همدارنګه له ۲۰۱۷م نه تر تيرکال میلادي کاله پورې د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانګړی استازی وو.

دغه آلمانی ديپلومات پر مختلفو ژبو، د هغې له ډلې په درې ژبه چې د افغانستان له رسمي ژبو څخه یوه ده، خبرې کولې شوی.

طالبان د تیرکال په اګست میاشت کې تر شل کلنې جګړې وروسته او له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره سم بیا واک ته ورسيدل، خو د دغې ډلې حکومت ېې د نژدې يو کال په تيریدو لاهم هيڅ هيواد په رسمیت نه دی پيژندلی.

طالبانو واک له رسیدلو سره سم، پر ښځو باندې یو لړ محدودیتونه وضع کړل. دوی د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې د ښځو د چارو وزارت لغوه کړ، اکثریت ښځې ېې په کورونو کينولې او نجونو ته هم تر شپږم ټولګې پورته ښوونځيو ته د تلو اجازه نه ورکوي.

Afghanistan Protest Weltgemeinschaft Taliban Herrschaft

ديبورا لاینز له افغانستانه له وتلو سره د افغان میرمنو او نجونو پر وضعیت خپګان ښودلی دی

په ورته وخت کې د نړیوالو تحریمونو په ترڅ کې د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن شوی او په ميلیونونو افغانان د لوږې او فقر سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان او نور مرستندويه موسسات هڅه کوي تر څو په روان کال کې په افغانستان کې د اړتیا وړ بشري مرستو له پاره د بشري مرستو بودیجه تر ۴ اعشاريه ۴ ميليارډه ډالرو پورې لوړه کړې ده.

په عین حال کې په افغانستان کې بمي چاودنې او نور بریدونه ترسره کيږي او د ملکیانو ژوند اخلي چې له کبله یې افغانان د خپل راتلونکي له پاره لا هم اندیښمن دي.

داعش ډله چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنګیږي د اکثرو دغو بریدونو مسئولیت ېې په غاړه اخیستی دی.

په وروستۍ پیښه کې د شنبې په ورځ په کابل ښار کې د سیکهانو پر یوه عبادت ځای یا درمسال باندې حمله شوې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په پيښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. دوی دغه راز وايي چې دوه حمله کونکي هم له منځه وړل شوي او برید پای ته رسیدلې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.