امریکا د افغانستان د پخواني حکومت الوتکې ط.. البانو ته نه ورکوي

563

امریکا د افغانستان د پخواني حکومت الوتکې ط.. البانو ته نه ورکوي.

د امریکا د پوځ یو جګپوړی چارواکی وايي، هغه الوتکې چې د افغانستان پخواني دولت ته ورکړل شوې وې او اوس په تاجکستان کې دي، ط.. البانو ته نه ورکول کېږي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د پخواني حکومت د سقوط په ورځ د امریکا له خوا روزل شوي ګڼ شمېر افغان پوځیان او نور چارواکي په پوځي هیلیکوپټرو او الوتکو کې د تاجکستان او ازبکستان پر لور وتښتېدل.

د ط.. البانو حکومت له دې دوو هېوادونو غوښتي وو چې دا الوتکې بېرته افغانستان ته وسپاري.

 خو د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان جنرال مایکل کوریلا Michael Kurilla د روانې اونۍ په پیل کې تاجکستان ته د سفر پرمهال وویل ’’دا الوتکې به په هېڅ صورت د ط.. البانو حکومت ته ونه سپارل شي ځکه د ط.. البانو نه دي.’’ د هغه څرګندونې رویټرز خبري آژانس د امریکا د سفارت په حواله خپرې کړې دي.

جنرال کوریلا ویلي دا الوتکې به د سرویس او ساتنې لپاره اوس مهال په تاجکستان کې وي خو وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

 دې امریکايي جنرال هیله ښودلې چې له دې الوتکو څخه به یوشمېر یاټولې په راتلونکي کې د تاجکستان حکومت ته ورکړل شي خو ده یادونه وکړه چې په دې اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.