افغانستان او پاکستان کې زوروره زلزله

613

افغانستان او پاکستان کې زوروره زلزله، پکتیکا کې د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې اندېښنه

واشنګټن ـــــ د افغانستان او پاکستان په ځینو ښارونو کې د شپې په نیمایي کې زوروره زلزله راغلې چې د امریکې د جیالوجیکل سروې د ادارې د اټکل په بنیاد شدت یې 6.1 درجې وو.

د پکتیکا د عامې روغتیا د ادارې د فارمیسي څانګې ولایتي چارواکي محمد رفیع راحل وي او اې ډیوه ته وویل، زلزلې د ګیان ولسوالۍ په «وچکي» کلي کې ګڼ شمېر کورونه نړولي دي.

محمد رفیع راحل وایي دا چې زلزله د شپې په نیمایي کې راغلې نو د کورونو د نړېدو له کبله زیات خلک تر خاورو خځلو لاندې دي او د رایستلو کار یې روان دی. راحل وایي د دوی روغتیایي مرکز هم زیانمن شوی او ټیمونه یې د خلکو د درملنې لپاره سیمې ته رسېدلي دي:

“زموږ ټراما سنټر ته له 75 تر 80 پورې زخمیان ورړل شوي او د مړیو شمېر تر 100 زیات دی خو کره شمېر لا معلوم نه دی، ځکه چې خلک لا تر خاورو لاندې دي او اټکل کېږي چې مړي به شاوخوا 200 تنه وي”.

دغه شمېر لا تر اوسه نورو سرچینو نه دی تایید کړی او د ط.. البانو حکومت هم تر اوسه د زلزلې د مالي او ځاني زیان او د خلکو د درملنې او ژغورنې د هڅو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د زلزلې زورور ټکانونه د پښتونخوا په مرکز پېښور او ځینو نورو سیمو او همدارنګه په پایتخت اسلام اباد او د پنجاب په ځینو سیمو کې هم محسوس شوي دي خو تر اوسه پکې چاته د ځاني یا مالي‌ زیان د اوښتو خبرونه نه دي ورکړل شوي.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د امریکې د جیالوجیکل سروې اداره وایي د زلزلې مرکز د افغانستان له خوست ولایته د 44 کیلومیټره (27 مایل) په فاصله دی او ژورتیا یې په مځکه کې 51 کیلومیټره ده.

د یورپ د مډیټرانې د زلزلو څېړنیز مرکز (اي ایم ایس سي) په یو ټویټ کې ویلي، د زلزلې ټکانونه د 500 کیلومیټره په فاصله په افغانستان، پاکستان او هند کې شاوخوا 119 میلینه خلکو محسوس کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.