د هرات زلزلې د څه باندې دوه زره کسان ژوند اخیستی

216

د هرات زلزلې د څه باندې دوه زره کسان ژوند اخیستی او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي. د دغې زلزلې په پایله کې شاوخوا دیارلس کلي وران شوي او سلګونه کسان لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي. د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو د حالت ویډیوګانې په ځلونو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا لاس په لاس شوي، چې ښیي، د څه باندې۲۴ساعتونو په اوږدو تر کنډوالو لاندې د بندوپاتو کسانو او قربانیانو د را اېستلو لپاره د پلټنې تخصصي ټیمونه نشته. له زلزله ځپلو سیمو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د قربانیانو د کورنیو ژوندي پاتې شوي کسان د بندو پاتې شویو کسانو د ژغورلو لپاره ان لومړني وسایل هم نه لري. په روغتونونو کې د ټپیانو لپاره د بسترونو کموالی، د ژغورنې د عملیاتو لپاره د متخصصو ټیمونو نه استول کېدل او پر وخت د مرستندویه بنسټونو نه همکاري په هرات کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې غمیزې د مدیریت د بهیر له لویو بنسټيزو ستونزو بلل شوې ده. له بلې خوا پر دغې زلزلې د هېواد بېلابېلو خلکو خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده. یو شمېر ولایتونو هرات ته د لومړنیو مرستو لومړۍ جوپه لېږلې او ځینو یې په دې برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.