د افغانستان په مختلفو سیمو کې وروستیو اورښتونو، سیلابونو او زلزلې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

1,000

د افغانستان په مختلفو سیمو کې وروستیو اورښتونو، سیلابونو او زلزلې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د حوادثو سره د مبارزې وزارت معین شراف الدین مسلم د معلوماتو ورکولو پر مهال په یوې مرکې کي ویلي چې په اته ولایتونو کې سیلابونه راغلي دي، ۱۰ تنو هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، یو شمیر ټپیان دي، ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي، په لسګونو کیلومتره سړک له منځه تللی دی، د ۳۵۰۰ شاوخوا جریبه زراعتي ځمکه او حاصلات لمنځه تللي دي، او زر سره مواشي لمنځه تللي دي.

نوموړي ونه ویل چی په کومو ولایتونو کې دغه تلفات را منځته شوي دي، خو د پرون راهیسي د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې بارانونه او واوري شوي دي.

بلخوا تیره شپه نسبتا زوروري زلزلې د افغانستان یو شمیر ولایتونه لړزولي دي.

د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ د اوسيدونکو په وينا، چې د بيګاه شپې د زلزلې له امله پدې ولسوالۍ کې د مړو شمير له سلو اوښتی دی.
بل خوا له سپېرې ولسوالۍ د سيمې خلکو  ویلي، خوست سپیرې ولسوالۍ افغان دوبۍ کې دلیوې لسم کنډک سره نږدې یو کلی نړیدلی تردې مهاله د(۱۵) تنو شهیدانو جسدونه موندل شوي.
دوی وايي بد حالت دی او اړينو مرستو ته اړتيا لري.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د معلوماتو سره سم ددغې زلزلې مرکز خوست ولایت ته نیژدې د پاکستان اړخته وو، خو تکانونه یې په کابل، غزني، پکتیا او پکتیکا په شمول ځینو نورو ولایتونو او پاکستان اړخ ته هم محسوس شوي دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.